د پاكستان او نيوزي لينډ لوبډلو ترمينځه وړومبۍ ټي 20 مېچ به (نن) كېږي

اسلام آباد 17 اپرېل (اے پی پی) د پاکستان او نیوزی لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه په 5 مېچونو د مشتمل سيريز وړومبې مېچ به (نن) په 18 اپرېل د پېنډی په کرکټ سټیډیم كښې كيږي۔ د نيوزي لېنډ لوبډله دا مهال د پاكستان په دوره ده ٬ هغه به د پاكستان په ضد د 5 ټي ټونټي مېچونو سيريز كوي۔ د 5 مېچونو د سيريز وړومبې مېچ به په 18 اپرېل ٬ دويم په 20 اپرېل ، دريم په 21 اپرېل ٬ څلورم په 25 اپرېل او پنځم او وروستے به مېچ په 27 اپرېل كولې شي۔ د سيريز اولني درې مېچونه به په راولپنډی كركټ سټېډيم او وروستي دوه مېچونه به په قذافی سټېډیم، لاهور كښې كولې شي۔ د پاکستانۍ لوبډلې مشري به نوموړے بېټر بابر اعظم او د نیوزی لېنډ نوموړے آل رآؤنډر مائيكل بريسويل كوي