نیویارک۔15اپرېل(اے پی پی) امريكائي ورځپاڼې ادعا كړې چې د صدر جوبائيډن سره له ټيليفوني خبرو نه وروستو اسرائيلي وزيراعظم د ايران په ضد د ځوابي بريد منصوبه منسوخ كړه د كومې چې اسرائيلي چارواكو هم تصديق كړے۔ نیویارک ټائمز د اسرائیلی چارواكو تر مخه وئيلي دي د وزیراعظم بېنجمن نیتن یاهو جنګي كابينې د ايران لخوا په لويه كچه د ډرون او توغندو بريد په ځواب كښې د ممكنه اقدامات …
امريكائي صدر جوبائيډن سره له ټيليفوني خبرو نه وروستو د اسرائيل وزيراعظم د ايران په ضد د ځوابي بريد منصوبه منسوخ كړه ٬ د امريكې ورځپاڼه

مزید خبریں
نیویارک۔15اپرېل(اے پی پی) امريكائي ورځپاڼې ادعا كړې چې د صدر جوبائيډن سره له ټيليفوني خبرو نه وروستو اسرائيلي وزيراعظم د ايران په ضد د ځوابي بريد منصوبه منسوخ كړه د كومې چې اسرائيلي چارواكو هم تصديق كړے۔ نیویارک ټائمز د اسرائیلی چارواكو تر مخه وئيلي دي د وزیراعظم بېنجمن نیتن یاهو جنګي كابينې د ايران لخوا په لويه كچه د ډرون او توغندو بريد په ځواب كښې د ممكنه اقدامات فهرست وړاندې كړو٬ د كابينې شپږو غړو په فوري پوځي رد عمل زور راوړو خو اسرائيلي وزيراعظم د امريكائي صدر په خواست د خپلې جنګي كابينې د دغې غړو په مشوره د عمل نه كولو پرېكړه وكړه۔ د سپېنې ماڼۍ لخوا نیتن یاهو سره خبرو كښې بائيډن د اسرائيل وزير اعظم ته ووئيل ایران سره په دې تصادم كښې اسرائيل په بنيادي توګه بريا ترلاسه كړی او دا بايد برقرار وساتلې شي۔ ده ووئيل ايران په منطقه كښې اسرائيل ته زيات زيان رسول غوښتل خو د ايران لخوا توغولې شوي ټول توغندي او ډرونز خپل هدف ته رسېدو څخه وړاندې ختم كړے شول او دا ثابته شوه چې اسرائيل د خپلې سلامتيا په كاميابۍ سره تحفظ كولې شي۔ د امريكې صدر دا هم ووئيل زما هېواد به د اسرائيل د كومې هم ځوابي كارروائۍ ملاتړ نه كوي۔ دې څخه وړاندې د ايران پوځي قومندان اعلان كړے ؤ چې صېهوني حكومت ته په مناسبه توګه سزا وركړې شوې او ايران به د اسرائيل په ضد تر هغه وخت نوره پوځي كارروائي نه كوي تر كومې چې اسرائيل يو وارې بيا بريد نه وي كړے۔ اسرائيلي وسله والو ځواكونو ادعا كړې چې زمونږ هېواد د ايران لخوا توغولې شوي 99 فيصده توغندي او ډرونز په هوا كښې ويشتلي۔ بلخوا د ايران چارواكو وېنا ده چې په اسرائيل بريد كښې مونږ ته زمونږ د هيلې نه زياته كاميابي ترلاسه شوې او دوه اسرائيلي اډې مو تباه كړې دي








