د ايران د لسګونو ډرونز او توغندو د لارې په اسرائيل ځوابي بريد

تهران۔14اپرېل(اے پی پی) ایران تېره شپه په اسرائيل خپل اولني نېغ په نيغه بريد كښې چاودېدونکي ډرونز او توغندي كارولي چې له امله يۍ په لويه كچه د تاؤ تريخوالي خطر رامخے ته شوے دے٬ له بلې غاړې امريكا د اسرائيل ملاتړ لپاره خپل مضبوط ملاتړ تكرار كړے دے۔ د نړیوالو خبري اژانسونو اے پي او رویټرز له مخې له ایراني بريد وروسته د سایرن آوازونه واورېدلې شؤ او خبريالانو …

تهران۔14اپرېل(اے پی پی) ایران تېره شپه په اسرائيل خپل اولني نېغ په نيغه بريد كښې چاودېدونکي ډرونز او توغندي كارولي چې له امله يۍ په لويه كچه د تاؤ تريخوالي خطر رامخے ته شوے دے٬ له بلې غاړې امريكا د اسرائيل ملاتړ لپاره خپل مضبوط ملاتړ تكرار كړے دے۔ د نړیوالو خبري اژانسونو اے پي او رویټرز له مخې له ایراني بريد وروسته د سایرن آوازونه واورېدلې شؤ او خبريالانو وئيلي چې هغوي د لویو چاؤدنو غږونه هم واوریدل كوم چې ځايي ميډيا د ډرونز په لاره كښې د نسكورولو كاروائي وګرځوله۔ په اسرائیل کښې امبولانس سروس وئيلي چې په سمدستي توګه د ځاني زيان په اړه كومه اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔ د امریکا او اسرائیل لخوا د ځينې ډرونز د ويشتلو ادعا هم كيږي۔ اسرائيلي پوځ وئيلي چې د ايران لخوا تر سلو ډېر ډرونز لانچ كړې شول ۔ عراق او اردن كښې امنيتي ذريعو وئيلي چې هغوي لسګونه ډرونز وليدل كوم چې پورته روان وو۔ بلخوا امريكائي چارواكو وئيلي چې امريكائي پوځ ځينې ډرونز ويشتلو سره نسكور كړې دي۔ اسرائيلي چېنل 12 د يو اسرائيلي اهلكار حواله وركول سره وئيلي چې ددې بريد به بشپړ ځواب وركولے شي۔

مزید خبریں