په موزمبيق كښې د هيضې له ويرې تيښته كوؤنكي 96 كسان د كشتۍ ډوبيدو پېښه كښې مړه شول

ماپوتو۔11اپرېل(اے پی پی) په موزمبيق كښې د هيضې له ويرې تيښته كوؤنكي 96 كسان د كشتۍ ډوبيدو پېښه كښې مړه شول۔ اے اېف پی د ځايي چارواكو حوالې سره ووئيلي دي چې د افریقی هېواد موزمبیق قطبي ساحل ته نزدې د يوې كشتۍ ډوبېدو پېښه كښې 96 كسان مړه شوي دي۔ د نمپولا سېکرټری آف سټېټ جائم نیتو وئيلي دي چې زياتره مسافر د هېضې په اړه د ناسمه معلوماتو …

ماپوتو۔11اپرېل(اے پی پی) په موزمبيق كښې د هيضې له ويرې تيښته كوؤنكي 96 كسان د كشتۍ ډوبيدو پېښه كښې مړه شول۔ اے اېف پی د ځايي چارواكو حوالې سره ووئيلي دي چې د افریقی هېواد موزمبیق قطبي ساحل ته نزدې د يوې كشتۍ ډوبېدو پېښه كښې 96 كسان مړه شوي دي۔ د نمپولا سېکرټری آف سټېټ جائم نیتو وئيلي دي چې زياتره مسافر د هېضې په اړه د ناسمه معلوماتو د لاسه ويرې سره مخ وو او له دې كبله يۍ د تېښتې هڅه كوله۔ دوئي ووئيل چې په كشتۍ كښې د ګنجائش نه زيات نزدې 130 كسان ناست وو۔ په مړه شويو كسانو كښې ماشومان هم شامل دي۔ د سركاري شمېرو له مخې په موزمبيق كښې د اوبو دلاسه د خپرېدونكې ناروغۍ په نتيجه كښې د تېر اكتوبر مياشتې څخه تر دې دمه نزدې 32 زره كسان مړه او 15 زره كېسونه رپورټ شوي دي۔

مزید خبریں