د كبډۍ انټرنېشنل لوبغاړے لاله صغير په حق ورسېد

اسلام آباد 28مارچ(اے پی پی)د كبډۍ انټرنېشنل لوبغاړے لاله صغير سمندري فيصل آباد كښې په حق رسېدلے۔ارواښاد د لاله عبيدالله كمبوه ورور ؤ ۔د هغه په مرګ د ټول هېواد څخه د كبډۍ تنظيمونو عهديدارو او لوبغاړو د افسوس څرګندونه كړی او دعا ئې كړې چې لوئي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔