پي سي بي د انټر کلب ون ډے ټورنامنټ اعلان وكړو ، کرکټ كلب د كوم هم قامي کرکټ د ډھانچې مهمه برخه ده ،محسن نقوي

لاهور۔27مارچ (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي )د انټر کلب ون ډے ټورنامنټ اعلان وكړو ، كوم به چې راروانه مياشت د هېواد په 16 سيمو كښې كېږي ۔ ج پي سي بي آئین 2014 ترمخه ټول رجسټرډ کرکټ کلب ( فعال او غیر فعاله) په دې ټورنامنټ كښې برخه اغستې شي ۔ د وياند تر مخه د 2023 انتخابات نه وروستو چې كومه تازہ سکروټنی شوې هغه نوټیفائیډ فهرست به حتمي ګڼړلې شي ۔ دغسې پاکستان کرکټ بورډ به د نوو کلبونو رجسټریشن هم پېل كوي او خوښي لرونكے کلب خپل ډسټرکټ /ژونل کرکټ ایسوسی ایشن د ماډل آئین تر مخه ډسټرکټ/ ژونل کرکټ ایسوسي ایشن له د نوي رجسټریش درخواست وركولې شي او هغوي ته د لوبې حقونه تر لاسه كېدې شي۔ ۔ د دې ټورنامنټ مقصد د هېواد په سوونو کرکټ کلبونو ته معیاري او مسابقتي کرکټ وركول دي ۔ د چیئرمین پي سي بي محسن نقوي وژن ترمخه مونږ دې ټورنامنټ كښې د 6000 نه زياتو میچونو تابيا ته منتظر يو۔