فيفا ورلډ كپ 2026 كواليفائر راونډ 2 كښې د پاكستان او اردن ترمينځه ميچ د نهې په ورځ كېږي

اسلام آباد 25مارچ (اے پی پی) د فيفا ورلډ كپ 2026 كواليفائر راونډ 2 كښې د پاكستان او اردن ترمينځه ميچ (نن)د نهې په ورځ اردن كښې كېږي۔قامي فټ بال ډله ميچ كښې برخې اغستو لپاره اردن ته رسېدلې۔د پاكستان اردن سره مقابله د مارچ 26مه نېټه شيډول ده ٬ميچ به د پاكستان وخت له مخې د شپې 12 بجې پېل كېږي۔