افغانستان په درېم يو ورځني نړيوال مېچ كښې ائرلېنډ له په ١١٧ رنز ماتې وركولو سره سېريز وګټلو

شارجه۔13 مارچ (اے پي پي) د محمد نبي د ال راونډر كاركردګۍ په سبب افغانستان په درېم او وروستي يو ورځني نړيوال مېچ كښې ائرلېنډ له په ١١٧ رنز ماتې وركولو سره سېريز پخپل نوم كړو ۔ د محمد نبي ال راونډر كاركردګۍ د ګټونكې ډلې په بريا كښې كليدي كردار تر سره كړو او دغسې د مېچ تر ټولو غوره لوبغاړے وګرځولے شو ۔ د افغانستان د ٢٣٧ منډو …

شارجه۔13 مارچ (اے پي پي) د محمد نبي د ال راونډر كاركردګۍ په سبب افغانستان په درېم او وروستي يو ورځني نړيوال مېچ كښې ائرلېنډ له په ١١٧ رنز ماتې وركولو سره سېريز پخپل نوم كړو ۔ د محمد نبي ال راونډر كاركردګۍ د ګټونكې ډلې په بريا كښې كليدي كردار تر سره كړو او دغسې د مېچ تر ټولو غوره لوبغاړے وګرځولے شو ۔ د افغانستان د ٢٣٧ منډو په راړولو كښې د ائرلېنډ ډله بيخي بې بسه ښكاره شوه او د هغوي ٩ لوبغاړو ډبل هندسه هم عبور نه كړه ٬دغسې د ائرلېنډ ډله په ٣٥ اوورز كښې يواځې په ١١٩ رنز جوړولو تمامه شوه۔په شارجه كښې كېدونكې په دې درېم او وروستي مېچ كښې د ائرلېنډ كپتان پال سټرلنګ ټاس وګتلو او د فېلډنګ پرېكړه ئې وكړه٬ د افغانستان ډلې د ٩ لوبعاړو په زيان 236 منډې جوړې كړې چې پكښې د حشمت الله شهيدي 69 ٬ رحمان الله ګرباز 51 او د محمد نبي 48 شاملې وې۔ محمد نبي پخپل غوره بالنګ كولو 5 وكټې هم اغستې وې ۔