واشنګټن 24 اکتوبر (اے پي پي) د امریکې د سکالرانو وډرو ولسن انټر نیشنل سینټر په راپور كښې وئيلي شوي دي چې د امریکې انتظامیه دې د خپلې نوې پالیسی ترمخه په پاکستان د زيات فشار اچولو څخه ډډه وكړي، په افغانستان كښې هند له زيات کردار وركولو سره به افغانستان كښې د امریکې په اثر او رسوخ منفی اغيز مرتب شي، د زياتو ستونزو او محدود وسائلو سره پاکستان …
د امریکې انتظامیه دې د خپلې نوې پالیسی ترمخه په پاکستان د زيات فشار اچولو څخه ډډه وكړي

مزید خبریں
واشنګټن 24 اکتوبر (اے پي پي) د امریکې د سکالرانو وډرو ولسن انټر نیشنل سینټر په راپور كښې وئيلي شوي دي چې د امریکې انتظامیه دې د خپلې نوې پالیسی ترمخه په پاکستان د زيات فشار اچولو څخه ډډه وكړي، په افغانستان كښې هند له زيات کردار وركولو سره به افغانستان كښې د امریکې په اثر او رسوخ منفی اغيز مرتب شي، د زياتو ستونزو او محدود وسائلو سره پاکستان ګټور معلومات وركړي دي، پاکستان د طالبانو او القاعده جنګيالو نيولو سره امريكې سره لاجسټک مرسته كړې۔ دا خبره د امریکې خارجه وزير ریکس ټلرسن د پاکستان دورې څخه وړاندې په آن لائن امریکائي جریده دی هل كښې په خپور شوي يو راپور كښې شوې۔ د راپور له مخې د سوئيلي اسياﺀ په اړه د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ نوې پالیسی چې پكښې هغه افغانستان كښې د هند د کردار په حاجت زور راوړې، د پاکستان تشوېش زيات كړے۔ د امریکې د سكارلرانو وډرو ولسن انټر نېشنل سینټر د اسياﺀ پروګرام سره تړون لرونكې د رابرټ هاتھاوے لخوا تیار کړې شوې راپور كښې د امریکې انتظامیې له خبردارې وركړے شوے چې د خپلې نوې پالیسۍ ترمخه په پاکستان د زيات فشار اچولو څخه ډډه وكړي ځكه چې افغانستان كښې هند له زيات کردار وركولو سره به افغانستان كښې د امریکې په اثر او رسوخ منفی اغيز مرتب شي، د زياتو ستونزو او محدود وسائلو سره پاکستان ګټور معلومات وركړي دي، پاکستان د طالبانو او القاعده جنګيالو نيولو سره امريكې سره لاجسټک مرسته كړې۔









