سعودی عرب د روهنګیا مسلمانانو لپاره 20 ملیونه ډالر عطیه كړل

جنیوا 24 اکتوبر (اے پي پي) سعودی عرب په جنیوا كښې د روهنګیا كډوالو بحران حل له د مرستې كوونكو هېوادونو په کنفرنس كښې د 20 ملیونه ډالرو عطیه كولو اعلان کړے۔ د سعودی ورځپاڼې له مخې د مرستې او بشرې خدمات لپاره د کنګ سلمان سنټر نمائنده پلاوې په ډاګه كړې چې سعودی عرب به خپل لوظ ترسره كوي۔ د پلاوې مشري ډاکټر یحیی الشمری كوله۔ ده د کنفرنس …

جنیوا 24 اکتوبر (اے پي پي) سعودی عرب په جنیوا كښې د روهنګیا كډوالو بحران حل له د مرستې كوونكو هېوادونو په کنفرنس كښې د 20 ملیونه ډالرو عطیه كولو اعلان کړے۔ د سعودی ورځپاڼې له مخې د مرستې او بشرې خدمات لپاره د کنګ سلمان سنټر نمائنده پلاوې په ډاګه كړې چې سعودی عرب به خپل لوظ ترسره كوي۔ د پلاوې مشري ډاکټر یحیی الشمری كوله۔ ده د کنفرنس په كولو او مشري كولو د کویت او اروپائي ائتلاف مننه وكړه۔ ده ووئيل زمونږ هېواد به د 20 ملیونه ډالرو د مرستې د اعلان لوظ ترسره كوي۔

مزید خبریں