د روهنګیا مسلمانانو مرستې لپاره د ملګرو ملتونو لخوا د 434 مېليونه ډالرو مالي مرستې خواست

جنیوا 23 اکتوبر (اے پي پي) د روهنګیا مسلمانانو مرستې لپاره د ملګرو ملتونو لخوا د 434 مېليونه ډالرو مالي مرستې خواست شوے۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې دا غوښتنه په جنيوا كښې د ډونر هېوادونو په كنفرنس كښې شوې۔ كنفرنس ته وئيلي شوي دي چې په دې مرسته به د راتلونكي كال د فرورۍ تر مياشت پورې د روهنګيا مسلمانانو لپاره بنيادۍ آسانۍ وركولې شي۔ د ميانمر …

جنیوا 23 اکتوبر (اے پي پي) د روهنګیا مسلمانانو مرستې لپاره د ملګرو ملتونو لخوا د 434 مېليونه ډالرو مالي مرستې خواست شوے۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې دا غوښتنه په جنيوا كښې د ډونر هېوادونو په كنفرنس كښې شوې۔ كنفرنس ته وئيلي شوي دي چې په دې مرسته به د راتلونكي كال د فرورۍ تر مياشت پورې د روهنګيا مسلمانانو لپاره بنيادۍ آسانۍ وركولې شي۔ د ميانمر څخه په يو څواوونيو كښې 6 لكه د روهنګيا مسلمانان بنګله دېش ته په كډه كولو مجبور شو۔ د ډونر كنفرنس په موقع د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر وئيلي دې چې په بنګله دېش كښې د دې كډوالو صورتحال ډېر د افسوس وړ دے

مزید خبریں