پاکستان د روغتيا ، بنیادی اډانې او انساني وسائلو په انتظام او انصرام كې نائيجيريا سره مرسته كولې شي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځھ د تجارت بلها موقعې موجود دي۔ تجارتي موقعې د دواړو هېوادونو د اولس ګټې له كارولې كېدې شي۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د نائجيريا اولس مشر محمد بوهاري سره ملاقات كښې خبرې

د وزيراعظم لخوا د نائیجیریا اولس مشر ته د پاكستان دورې بلنه استنبول ۔ 21 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي پاکستان د روغتيا ، بنیادی اډانې او انساني وسائلو په انتظام او انصرام كې نائيجيريا سره مرسته كولې شي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځھ د تجارت بلها موقعې موجود دي۔ تجارتي موقعې د دواړو هېوادونو د اولس ګټې له كارولې كېدې شي۔ دا خبره وزيراعظم د …

د وزيراعظم لخوا د نائیجیریا اولس مشر ته د پاكستان دورې بلنه
استنبول ۔ 21 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي پاکستان د روغتيا ، بنیادی اډانې او انساني وسائلو په انتظام او انصرام كې نائيجيريا سره مرسته كولې شي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځھ د تجارت بلها موقعې موجود دي۔ تجارتي موقعې د دواړو هېوادونو د اولس ګټې له كارولې كېدې شي۔ دا خبره وزيراعظم د ډي اېټ 9مې د مشرانو غونډې په مهال د نائجيريا اولس مشر محمد بوهاري سره د خالي په ورځ د تركيه تاريخي ښار استنبول كښې ملاقات كښې وكړه۔ په دې مهال دواړو لارښودو په دوه اړخيزه اړيكو ٬ بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته د ودې وركولو په امكاناتو او د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د روغتيا ، بنیادی اډانې او انساني وسائلو په انتظام او انصرام كې نائيجيريا سره مرسته كولې شي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځھ د تجارت بلها موقعې موجود دي۔ تجارتي موقعې د دواړو هېوادونو د اولس ګټې له كارولې كېدې شي۔ دې سره سره پاكستان د توان په ستونزه قابو موندلو پلو خاص پام لرنه كړې وه چې له امله ئې پاكستان په لږه موده كښې د توان په منصوبو كار كولې شي۔ ده ووئيل پاكستان او نائیجیریا يو ډول چېنلجونو سره مخ دي او دواړه هېوادونه په دې لړ كښې د يو بل تجربو څخه استفاده كولې شي۔ وزیراعظم د نائیجیریا اولس مشر د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د كاميابو څخه خبرولو سره ووئيل په دې مهم كښې پاكستان لوئې قربانۍ وركړې دي۔ دواړو لارښودو د شريك وزارتی کمېشن غونډې كولو په حاجت زور راوړو۔ وزیراعظم د نائیجیریا اولس مشر ته د پاكستان دورې بلنه وركړه۔ د نائیجیریا اولس مشر په دې مهال د پاكستان لخوا د نائیجیریا د پوځي چارواكو د اعلی معيار تربيه وستائله او پاكستان سره ئې دوه اړخيزه مرسته لا زياتولو كښې خوښي ښكاره كړه۔

مزید خبریں