سعودی عرب د كډوالو تر ټولو زيات مرسته كونكې هېواد دے،ملګرې ملتونه

ریاض 19 اکتوبر (اے پی پی) سعودی عرب كښې د ملګرو ملتونو ماتحت د خوراك او زراعت ادارې نمائنده ډاکټر ابوبکر عبدالعزیز محمد وئيلي دي چې سعودی عرب د كډوالو تر ټولو زيات مرسته كونكې هېواد دے۔ د سعودی ميډيا له مخې هېواد د 2014ء په مهال د 80 څخه زياتو هېوادونو له 54 اربه ریاله د بشرې حقونو پرمختګ په لړ كښې وركړې دي۔ دا د سعودی عرب د …

ریاض 19 اکتوبر (اے پی پی) سعودی عرب كښې د ملګرو ملتونو ماتحت د خوراك او زراعت ادارې نمائنده ډاکټر ابوبکر عبدالعزیز محمد وئيلي دي چې سعودی عرب د كډوالو تر ټولو زيات مرسته كونكې هېواد دے۔ د سعودی ميډيا له مخې هېواد د 2014ء په مهال د 80 څخه زياتو هېوادونو له 54 اربه ریاله د بشرې حقونو پرمختګ په لړ كښې وركړې دي۔ دا د سعودی عرب د مجموعی قامی آمدن 1.9 فیصده څخه زيات جوړېږي۔ د نړۍ د كوم هم هېواد مجموعی قامی آمدن دومره لويه برخه په مرسته نه خرڅ كېږي۔ نړيوال تنظیم اېف اے او تيره ورځ الخرج كښې 37مه د نړيوال خوراك ورځ ولمانځله۔ ابوبکر په دې مهال ووئيل 150هېوادونو كښې د خوراك نړيواله ورځ لمانځلې شوې۔ د الفاؤ د جوړيدو 72 كاله وشو۔ ده دې پلو پام راوګرځولو چې د نړيوالې شميرې له مخې د كورنيو جګړو ، غريبۍ او قحط له امله د كډه كولو رواج زياتېږي۔

مزید خبریں