ملګري ملتونه 18 اکتوبر (اے پي پي) پاكستان وئيلي دي چې بالائي خلا د وسلو د زغل او د تصادم سيمه جوړېدو څخه بچ كولو او دا سيمه تحقيقي او سوله ايزو مقاصدو لپاره كارولو لپاره به جامع اقدامات كول وي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان استازي فرخ عامل د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د وسلې د تخفيف او د سلامتيا كمېټې غونډې ته په خپله …
بالائي خلا د وسلو د زغل او د تصادم سيمه جوړېدو څخه بچ كولو لپاره به جامع اقدامات كول وي

مزید خبریں
ملګري ملتونه 18 اکتوبر (اے پي پي) پاكستان وئيلي دي چې بالائي خلا د وسلو د زغل او د تصادم سيمه جوړېدو څخه بچ كولو او دا سيمه تحقيقي او سوله ايزو مقاصدو لپاره كارولو لپاره به جامع اقدامات كول وي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان استازي فرخ عامل د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د وسلې د تخفيف او د سلامتيا كمېټې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل چې په بالائي خلا انساني انحصار او د دې په استعمال كښې پرله پسې اضافه كېږي۔ په داسې حال كښې د بالائي خلا عسكري استعمال لپاره خطرات هم مخ په زياتېدو دي۔ ده ووئيل چې بالائي خلا د وسلو د زغل او د تصادم سيمه جوړېدو څخه بچ كولو لپاره به جامع اقدامات كول وي ځكه چې دا د انسانيت شريكه ورثه ده۔ پاكستاني استازي ووئيل چې دا وخت په ټېكنالوجې كښې د برترې په وجه په بالائي خلا كښې د يو څو هېوادونو اجاره داري ده خو دا حال تل داسې نه شي پاتې كېدے٬ نور هېوادونه هم په دې لړ كښې وړاندې روان دي۔ ده ووئيل چې پاكستان په دې لړ كښې د لوظنامې د مسودې ملاتړ كوي۔









