ریاض 17 اکتوبر (اے پی پی) د سعودی عربستان پايه تخت ریاض پولیس د بنګله دېش 5 وګړي د قتل په تور كښې نيولې دي۔ د العریبیه نیوز له مخې ریاض كښې میډیا سره په خپلو خبرو كښې د پولیس وياند ووئيل د بنګله دېش دغه تورن هغه مهال ونيولې شول كله چې هغوي د پايه تخت څخه د پښو وېستلو هڅه كوله۔ده ووئيل ابتدائی پلټنو له مخې دغه تورن …
د سعودی عرب پولیس د بنګله دېش 5 وګړي د قتل په تور كښې ونيول

مزید خبریں
ریاض 17 اکتوبر (اے پی پی) د سعودی عربستان پايه تخت ریاض پولیس د بنګله دېش 5 وګړي د قتل په تور كښې نيولې دي۔ د العریبیه نیوز له مخې ریاض كښې میډیا سره په خپلو خبرو كښې د پولیس وياند ووئيل د بنګله دېش دغه تورن هغه مهال ونيولې شول كله چې هغوي د پايه تخت څخه د پښو وېستلو هڅه كوله۔ده ووئيل ابتدائی پلټنو له مخې دغه تورن د خپل وطن وال په قتل کښې ككړ ګرځولې شوي۔ وياند له مخې تورنو انکشاف کړې چې زمونږ د مقتول سره پھ څه معامله اختلاف راغلې ؤ او دغه اختلاف تر دې حد ورسيد چې مونږ د هغه په قتل مجبور شو۔









