اليكشن كميشن آف پاكستان د ټولټاكنو 2024 نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو له هدايات جاري كړل

پېښور ۔ 19 دسمبر (اے پی پی) الېكشن كمېشن آف پاكستان د ټولټاكنو 2024 نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو له د لارښودنې هدايات جاري كړي دي۔ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري كړو شوو هداياتو له مخې د نامزدګۍ كاغذونو يو فارم ترلاسه كولو فيس 100 روپۍ دے ٬ يو كانديد د زياتو نه زيات 5 فارمز جمع كولې شي ٬ د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو له د قامي اسمبلۍ لپاره …

پېښور ۔ 19 دسمبر (اے پی پی) الېكشن كمېشن آف پاكستان د ټولټاكنو 2024 نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو له د لارښودنې هدايات جاري كړي دي۔ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري كړو شوو هداياتو له مخې د نامزدګۍ كاغذونو يو فارم ترلاسه كولو فيس 100 روپۍ دے ٬ يو كانديد د زياتو نه زيات 5 فارمز جمع كولې شي ٬ د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو له د قامي اسمبلۍ لپاره فيس 30 زره او د صوبائي اسمبلۍ چوكۍ 20 زره دے۔ د نامزدګۍ كاغذونه سهار 8 نيمو بجو څخه تر ماښام 4 نيمو بجو او 20 دسمبر څخه تر 22 دسمبر 2023 جمع كېدے شي۔ دې سره به كانديد له د شناختي كارډ ٬ د ووټ سرټيفيكېټ ٬ د تېرو درېو كلونو انکم ټېکس ریټرن او د پاسپورټ كاپي جمع كول وي۔ د كانديد لخوا به بېنك څخه د قامي اسمبلۍ يا صوبائي اسمبلۍ چوكۍ لپاره د جمع كړو پېسو رسېد هم جمع كول وي۔ كانديد لپاره بنيادي اهليت د پاكستان وګړے كېدل دي او د ده عمر بايد 25 كلونو څخه كم نه وي۔ د مخصوص چوكو كانديدانو كاغذونو سره به د اړوند سياسي ګوند لخوا جاري كړے د كانديدانو ترجيحي فهرست په كوم كښې چې د كانديد نوم شامل وي جمع كول وي۔ د ټاكنو مصاريفو په اړه به هر كانديد په كوم شېډول بېنك كښې خصوصي اكاؤنټ پرانيزي۔ خصوصي بېنك اكاؤنټ يا وړاندې څخه موجود بېنك اكاؤنټ كوم چې كانديد د ټاكنو مصاريفو لپاره كاروي به سنګل اكاؤنټ وي۔ د نامزدګۍ كاغذونو سره بيان حلفي منسلك ده كومه به چې كانديد په سټامپ پېپر وركوي چې تصديق به يۍ له اوتھ كمشنر څخه كول وي۔ دغسې دې سره به د خپل ٬ كورودانې ٬ خاوند او زېر كفالت ماشومانو اثاثو تفصيل په فارم ب كښې درج كول وي۔ د نامزدګۍ کاغذونو كښې چې كومه خانه كانديد سره تعلق نه لري نو دهلته به NA ليكلې شي او كانديد له به د نامزدګۍ په كاغذونو خپل وروستي عكسونه لګول وي

مزید خبریں