سرينګر 14 اکتوبر (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازره كارروائې كښې په پلوامه سيمه كښې درې كشميري ځوانان شهيدان كړي دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو دوه ځوانان د پلوامه په ليتر سيمه كښې د محاصرې او د لټون عملياتو په مهال شهيدان كړي دي۔ خلقو په سيمه كښې د پوځي عملياتو په مهال مظاهرې هم وكړې۔ هندي …
په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو درې كشميري ځوانان شهيدان كړل

مزید خبریں
سرينګر 14 اکتوبر (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازره كارروائې كښې په پلوامه سيمه كښې درې كشميري ځوانان شهيدان كړي دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو دوه ځوانان د پلوامه په ليتر سيمه كښې د محاصرې او د لټون عملياتو په مهال شهيدان كړي دي۔ خلقو په سيمه كښې د پوځي عملياتو په مهال مظاهرې هم وكړې۔ هندي ځواكونو په مظاهرچيانو ډزې وكړې او په نتيجه كښې ئې ګڼ شمېر كسان ژوبل هم شول چې پكښې يو د سرينګر په روغتون كښې ساه وركړه۔ تر وروستو اطلاعاتو د مظاهرچيانو او هندي قبضه كوونكو ځواكونو ترمېنځه نښتې روانې وې۔ په پلوامه كښې موبائيل فون انټرنېټ سروس هم معطل كړے شوے۔










