کابل ۔ 08 اکتوبر (اے پی پی) افغان اولس مشر اشرف غنی په طالبانو زور راوړې چې هغوي دې د جنګ لاره پرېښودلو سره د مذاكراتو لاره خپله كړي۔ د غېر ملکی خبر رسنې ايجنسۍ ترمخه امريكا په باضابطه توګه دوه یو اېچ۔60 چورلكې افغان هوائي ځواك ته وركړې دي كومې چې د هغه منصوبې برخه دي د كومې ترمخه چې د طالبانو ياغيانو په ضد روانو كاروايو لپاره د …
طالبان بايد د جنګ لارې څخه د مذكاراتو لارې ته راشي ۔ افغان ولسمشر

مزید خبریں
کابل ۔ 08 اکتوبر (اے پی پی) افغان اولس مشر اشرف غنی په طالبانو زور راوړې چې هغوي دې د جنګ لاره پرېښودلو سره د مذاكراتو لاره خپله كړي۔ د غېر ملکی خبر رسنې ايجنسۍ ترمخه امريكا په باضابطه توګه دوه یو اېچ۔60 چورلكې افغان هوائي ځواك ته وركړې دي كومې چې د هغه منصوبې برخه دي د كومې ترمخه چې د طالبانو ياغيانو په ضد روانو كاروايو لپاره د افغان هوائي ځواك صلاحيت پرله پسې زياتول دي۔ دا چورلكې هغه مهال يوه دستوره كښی افغان حكومت ته وركړې شوې كله چې د افغانستان عسكريت خوښو په ضد د روان جنګ 17 م كال پېل شو۔ او دا وئيلې كېدې نه شي چې دا جنګ به كله خپل منطقي انجام ته ورسي۔ افغان ولسمشر ووئيل كه طالبان دا سوچ كوي چې مونږ افغان امنيتي ځواكونو ته ماتې وركولې شو نو د افغان ملي اردو او پوليس ځواك زياتېدل نظر كښی نيولو سره دوئي له دا خيال ترك كول پكار دي۔ افغانستان كښې د امريكائي ځواك يو اعلی عهدېدار جان نکلسن هم د افغان ولسمشر د خبرې تائيد كولو سره ووئيل چې طالبان دا جنګ ګټلې نه شي۔ په دې مهال د طالبانو وياند د ولس مشر اشرف غني او جنرل نكلسن په بيانونو خپل غبرګون كښې دا خبره په ګوته كړه چې زمونږ جنګ د ټېكنالوجۍ په بنياد نه بلكې د يوې نظريې په بنياد دے۔









