اسلام آباد ۔ 07 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د موجوده حكومت په دور كښې په اولني ځل د ګاز كارول كېدو د زياتوالي سره سره هم دومره مقدار كښې ګاز زيات كړې شوې۔ کندھ کوټ ګېس فیلډ كښې د ګېس پېداوار كښې د زياتوالي هدف په ترلاسه كولو پي پي اېل د مباركۍ مستحق دے۔ د ننۍ منصوبې پرانسته د ګدو پاور پلانټ لپاره …
د موجوده حكومت په دور كښې په اولني ځل د ګاز كارول كېدو د زياتوالي سره سره هم دومره مقدار كښې ګاز زيات كړې شوې۔ کندھ کوټ ګېس فیلډ كښې د ګېس پېداوار كښې د زياتوالي هدف په ترلاسه كولو پي پي اېل د مباركۍ مستحق دے۔ د ننۍ منصوبې پرانسته د ګدو پاور پلانټ لپاره يو مهم پېش رفت دے۔د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی په كندھ كوټ ګېس فيلډ كښې د ګېس پېداوار كښې د اضافې منصوبې پرانستې دستورې ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 07 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د موجوده حكومت په دور كښې په اولني ځل د ګاز كارول كېدو د زياتوالي سره سره هم دومره مقدار كښې ګاز زيات كړې شوې۔ کندھ کوټ ګېس فیلډ كښې د ګېس پېداوار كښې د زياتوالي هدف په ترلاسه كولو پي پي اېل د مباركۍ مستحق دے۔ د ننۍ منصوبې پرانسته د ګدو پاور پلانټ لپاره يو مهم پېش رفتدے۔د هېواد معيشت په ترقۍ كښې د پي پي اېل د خذماتو دائره كار زيات شوې۔ په پي پي اېل كښې 100فيصده نوكرۍ په مېرټ وركړې شوي دي۔ د تېل او ګاز په شمول د توان څانګو ترقي د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل ده۔ د موجوده حكومت په دور كښې بېلو ځايونو كښې د تېل او ګاز 100 نه زيات دريافتونه شوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د خالي په ورځ د پاکستان پېټرولیم لمېټډ (پی پی اېل) تر سېوري لاندې د کندھ کوټ ګس فيلډ كښې د ګېس پېداوار كښې د زياتوالي منصوبې پرانسته كولو په مهال وكړه۔ كندھ كوټ ګېس فيلډ 436بلین مکعب فټ پنګې لري۔ په دې كښې په مجموعي توګه 36 كوهيان دي۔ وزیر اعظم ووئيل نن د خوشحالۍ ورځ ده ولې چې نن يوه لويه كاميابي ترلاسه شوې۔ تېر كال وزيراعظم د توان كمېټۍ ته تر ګرمۍ موسم د 400 ملین مکعب فټ ګاز اضافي پېداوار هدف وركړې وو۔ دا مشكل هدف د پي پي اېل مېنجمنټ ٬ پوهانو او وركرانو په مرسته ترلاسه كړې شو۔ ددې چې څومره هم ستائنه وكړې شي كمه ده۔ وزيراعظم ووئيل موجوده حكومت د پي پي اېل په چارو كښې كله هم لاس وهنه كړې نه ده۔ نه مو كومې ادارې ته وئيلي چې فلانكي تن ته نوكري وركړه او دغسې نه حكومت ددې وسائل كارولې دي۔ دا خبره خوشبينه ده چې د پي پي اېل 100فيصد نوكرۍ په مېرټ كېږي۔ وزيراعظم ووئيل د ننۍ منصوبې پرانسته ګدو پاور پلانټ لپاره ډېر مهم پېش رفت دے۔ دې سره قامي خزانې ته نزدې د 300 ملين ډالر بچت شوے۔ وزيراعظم ووئيل د پي پي اېل او بلوچستان حكومت په مرسته د سوئی ګېس فیلډ پراختيا كار بشپړ شوے۔










