واشنګټن 04 اکتوبر (اے پي پي)د امريكې خارجه وزير رېکس ټېلرسن وئيلي دي د پاکستان او امریکې اړيكې ډېرې مهمې دي٬ پاكستان كښې سياسي استحكام غواړو۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ واشنګټن كښې د پاكستان خپل همڅنګ خواجه آصف سره د ملاقات نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وكړې۔ د دې نه وړاندې د پاکستان خارجه وزیر خواجه محمد آصف او رېكس ټېلرسن ترمېنځه د ملاقات په …
د پاکستان او امریکې اړيكې ډېرې مهمې دي٬ پاكستان كښې سياسي استحكام غواړو٬ منطقه كښې پائيدار امن او استحكام لپاره پاكستان مهم كردار لوبوي
واشنګټن 04 اکتوبر (اے پي پي)د امريكې خارجه وزير رېکس ټېلرسن وئيلي دي د پاکستان او امریکې اړيكې ډېرې مهمې دي٬ پاكستان كښې سياسي استحكام غواړو۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ واشنګټن كښې د پاكستان خپل همڅنګ خواجه آصف سره د ملاقات نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وكړې۔ د دې نه وړاندې د پاکستان خارجه وزیر خواجه محمد آصف او رېكس ټېلرسن ترمېنځه د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو ٬ افغانستان او د منطقې په صورتحال خبرې اترې وشوې۔ په دې موقع امريكا كښې د پاكستان سفير اعزاز چوهدري او د پاكستان سفارت دوهم چيف آف مشن هم موجود وٶ۔ د دې نه پس د امريكې خارجه وزير رېكس ټېلرسن ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل د پاکستان او امریکې اړيكې ډېرې مهمې دي٬ امريكا پاكستان كښې سياسي استحكام غواړي ٬ منطقه كښې پائيدار امن او استحكام لپاره پاكستان مهم كردار لوبوي۔۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه په بېلا بېلو څانګو كښې مستحكمې اړيكې لري۔ د امريكې خارجه وزير ووئيل مونږ د شمالي كوريا په معامله اسلامي هېوادونو سره د مرستې خوښي لرو۔ د پاكستان او امريكې د اړيكو د پوښتنې په ځواب رېكس ټېلرسن ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې يوازې د افغانستان په نتاظر كښې نه دي٬ مونږ سره شريكې اړيكې مستحكم كولو لپاره دا مهمه موقع ده۔ خارجه وزير ټېلرسن ووئيل پاكستان ته پېښې ګڼ شمېر ستونزې د دواړو هېوادونو شريكې دي٬ په دې مسئلو قابو موندلو لپاره مونږ له په هره څانګه كښې لا كار كولو ته اړتيا ده











