اسلام آباد 03 اکتوبر(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي پوليس په جديد ډول منظم كول د وخت غوښتنه ده ٬په ټول هېواد كښې به د ګڼو افسرانو لپاره آن لائن كورسسز پېل كولې شي٬د امن استحكام او بحالۍ په اړه پوليس تر ټولو زياته موثره اداره ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ نېشنل پوليس اكېډمۍ بورډ آف ډائرېكټرز مشري كولو سره وكړه۔په …
پوليس په جديد ډول منظم كول د وخت غوښتنه ده٬په ټول هېواد كښې به د ګڼو افسرانو لپاره آن لائن كورسسز پېل كولې شي٬د امن استحكام او بحالۍ په اړه پوليس تر ټولو زياته موثره اداره ده۔ د وفاقي داخله وزير احسن اقبال د نېشنل پوليس اكېډمۍ بورډ آف ډائرېكټرز غونډې ته وېنا
اسلام آباد 03 اکتوبر(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي پوليس په جديد ډول منظم كول د وخت غوښتنه ده ٬په ټول هېواد كښې به د ګڼو افسرانو لپاره آن لائن كورسسز پېل كولې شي٬د امن استحكام او بحالۍ په اړه پوليس تر ټولو زياته موثره اداره ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ نېشنل پوليس اكېډمۍ بورډ آف ډائرېكټرز مشري كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د نېشنل پوليس اكېډمي كمانډېنټ شېخ نسيم الزمان د صوبو آئي جيز او نورو ا فسرانو ګډون وكړو۔د كورنيو چارو وزير ووئيل پوليس په جديد ډول منظم كول د وخت مهم حاجت دے٬په ټول هېواد كښې به د ګڼو افسرانو لپاره آن لائن كورسسز پېل كولې شي٬د امن استحكام او بحالۍ په اړه پوليس تر ټولو زياته موثره اداره ده۔ده ووئيل د جرمونو مخ نيوي له د پوليس تنظيم نو د وخت ضرورت دے٬هغه ادارې تباهۍ ته رسېدلې دي كومو چې خپل ځان د جديدو تقاضو سره سم كړې نه دے۔ده د پوليس غېر روايتي چېلنجونو سره مخ كېدو لپاره جديدې ټېكنالوجي څخه د استعفادې سپارښتنه وكړه۔ده كاركردګي ښه كولو له پوليس ته د جديدې وسلې وركولو عزم هم وكړو۔ده د افسرانو پیشه وره صلاحيت زياتولو پھ حاجت زور راوړو۔ده ووئيل جرائم پشه عناصر جديده ټېكنالوجي د خپلو ناوړه مقاصدو لپاره كاروي۔د صوبو پوليس د جديدې ټېكنالوجي د لارې رابطو لرلو ته اړتيا لري ۔ده ووئيل سېف سټي كاميابه پروژه د ټولو صوبو لپاره د تقليد وړ نمونه ده۔ده ووئيل افسران دې په ښه ډول د ذمه وارو ترسره كولو لوظ وكړي











