ینګون 29 ستمبر (اے پي پي)د برما راكهائن ايالت سره د تعلق لرونكو روهنګيا مسلمانانو بېړۍ چپه كېدو پېښه كښې د مېرمنو او ماشومانو پشمول 23 كسان مړه او 40 بې دركه شوې دي ۔ د نړيوالې ميډيا له مخې د روهنګيا كډوال د سمندري لارې بنګله دېش ته روان وو چې بېړۍ ئې په سمندر كښې غرقه شوه چې پكښې 23 كسان مړه او 40 بې دركه شوې ۔ …
د روهنګیا مسلمانانو بېړۍ چپه شوه٬ 23 كسان مړه 40 بې دركه

مزید خبریں
ینګون 29 ستمبر (اے پي پي)د برما راكهائن ايالت سره د تعلق لرونكو روهنګيا مسلمانانو بېړۍ چپه كېدو پېښه كښې د مېرمنو او ماشومانو پشمول 23 كسان مړه او 40 بې دركه شوې دي ۔ د نړيوالې ميډيا له مخې د روهنګيا كډوال د سمندري لارې بنګله دېش ته روان وو چې بېړۍ ئې په سمندر كښې غرقه شوه چې پكښې 23 كسان مړه او 40 بې دركه شوې ۔ كډوالو لپاره كار كوٶنكې نړيوالې ادارې اندېښنه څرګنده كړې چې بې دركه كسانو مرګ سره د مړو شمېره د 60 نه زياتېدې شي۔د يادونې وړ ده د 25 اګست د پوځي عملياتو نه پس تر اوسه بنګله دېش ته كډه كوٶنكو د روهنګيا مسلمانانو كښې 120 كسان ډوب شوې چې پكښې زياتره مېرمنې او ماشومان دي۔د ملګرو ملتونو د نوو شمېرو له مخې تر اوسه 5 لكه ته نزدې د روهنګيا مسلمانانو بنګله دېش ته ګډه كړې ده









