ماسکو 26 ستمبر (اے پی پی) روس په امریکا كښې د کیوبا په سفارت خانه د بريد غندنه كړې ده۔د روس د خارجه وزارت وياند ماریا زاخارووا جاری شوي بيان كښې وئيلي دي روس په امریکا كښې د کیوبا په سفارت خانه د بريد سخته غندنه كوي او په دې خبره زور راوړي چې د دې په شا د شته حالاتو دې زر تر زره پلټنې وكړې شي۔ده ووئيل مونږ …
روس په امریکا كښې د کیوبا په سفارت خانه د بريد غندنه وكړه
ماسکو 26 ستمبر (اے پی پی) روس په امریکا كښې د کیوبا په سفارت خانه د بريد غندنه كړې ده۔د روس د خارجه وزارت وياند ماریا زاخارووا جاری شوي بيان كښې وئيلي دي روس په امریکا كښې د کیوبا په سفارت خانه د بريد سخته غندنه كوي او په دې خبره زور راوړي چې د دې په شا د شته حالاتو دې زر تر زره پلټنې وكړې شي۔ده ووئيل مونږ يو ځل بيا د امریکې څخه غوښتنه كوو چې د نړيوالو ذمه وارو په سختۍ سره تعمیل وكړي او په غیر مشروط توګه په خپله خاوره د غیر ملکی سفارتی مشنونو حفاظت باوري كړي ٬دغسې مونږ د کیوبا سره د يووالي څركندونه كوو









