بنګله دېش كښې تر دې دمه د ډينګي تبې له امله 900 څخه زيات كسان مړه شوي دي

ډهاكه 25ستمبر(اے پی پی)بنګله دېش كښې سږ كال تر دې دمه د ډينګي تبې له امله 900 څخه زيات كسان مړه شوي دي۔ د چين خبري اژانس د بنګله دېش د روغتيا وزارت ډائرېكټورېټ جنرل آف هيلت سروسز(ډي جي اېچ اېس)لخوا د جاري شويو شمېرو حواله وركولو سره وئيلي چې د ډينګي تبې له امله د ستمبر مياشتې په مهال تراوسه 316 كسان مړه شوي چې ورسره مجموعي شمېره 909 …

ډهاكه 25ستمبر(اے پی پی)بنګله دېش كښې سږ كال تر دې دمه د ډينګي تبې له امله 900 څخه زيات كسان مړه شوي دي۔ د چين خبري اژانس د بنګله دېش د روغتيا وزارت ډائرېكټورېټ جنرل آف هيلت سروسز(ډي جي اېچ اېس)لخوا د جاري شويو شمېرو حواله وركولو سره وئيلي چې د ډينګي تبې له امله د ستمبر مياشتې په مهال تراوسه 316 كسان مړه شوي چې ورسره مجموعي شمېره 909 ته رسېدلې ده۔ په هېواد كښې تېره مياشت د ډينګي له امله 342 كسان مړه شوي وو۔ د ډي جي اېچ اېس له مخې د ستمبر په مهال تراوسه د ډينګي 63 زره 917 كېس رپورټ شوي او د تېرو 24 ساعتونو په مهال نور 3008 كېسونه ريكارډ شوي او 16 نور كسان مړه شوي دي۔