چين سره اړيكې لا پراخا كول غواړو۔ شمالي كوريا

پيانګ يانګ 24 ستمبر (اے پي پي)د شمالي كوريا لارښود كم جونګ ان د چين صدر شي جن پنګ ته خط ليږلو سره دوه اړخيزه نزدې مرستې ته د ودې وركولو پلو اشاره كړې ده۔ د تركيې خپرونې ادارې له مخې كم جونګ ان د چين صدر ته دا خط د هېواد د 75مې جشن آزادۍ مباركۍ په ځواب كښې ليكلې دې۔ ده د چين صدر مخاطب كولو سره ليكلي …

پيانګ يانګ 24 ستمبر (اے پي پي)د شمالي كوريا لارښود كم جونګ ان د چين صدر شي جن پنګ ته خط ليږلو سره دوه اړخيزه نزدې مرستې ته د ودې وركولو پلو اشاره كړې ده۔ د تركيې خپرونې ادارې له مخې كم جونګ ان د چين صدر ته دا خط د هېواد د 75مې جشن آزادۍ مباركۍ په ځواب كښې ليكلې دې۔ ده د چين صدر مخاطب كولو سره ليكلي چې مونږ چين سره نزدې اړيكو ته لا وده وركولو كښې خوښي لرو كومو لپاره به چې هڅې روانې ساتوو۔د يادونې وړ ده چې د چين صدر د شمالي كوريا 75مې آزادۍ ورځې په مناسبت سره كم جونګ ان ته يو خط لېږلے وو٬په دې خط كښې د چين صدر د دواړو هېوادونو ترمينځه د ښو اړيكو حواله وركولو سره ليكلې وو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه دا روايتي اړيكې يو نوې دور كښې داخل شوي دي