د امريكې دفاع وزير او د ناټو عمومي سېكتر راتګ نه لږ وخت پس د كابل په هوائي مېدان راكټي بريد

كابل 27 ستمبر (اے پی پی)د امريكې دفاع وزير جمز مېټس او د ناټو عمومي سېكتر جينز سټولټن برګ د شورو په ورځ د افغانستان پايه تخت كابل ته رسېدو څخه لږ وخت پس د كابل په هوائي مېدان ګڼ شمېر راكټونه توغولې شوي۔د برتانې ورځپاڼې راپور له مخې د افغانستان د كورنيو چارو وزارت لنډ مهاله وياند نجيب دانش خپل ټوېټ كښې د كابل هوائي مېدان سره نزدې د …

كابل 27 ستمبر (اے پی پی)د امريكې دفاع وزير جمز مېټس او د ناټو عمومي سېكتر جينز سټولټن برګ د شورو په ورځ د افغانستان پايه تخت كابل ته رسېدو څخه لږ وخت پس د كابل په هوائي مېدان ګڼ شمېر راكټونه توغولې شوي۔د برتانې ورځپاڼې راپور له مخې د افغانستان د كورنيو چارو وزارت لنډ مهاله وياند نجيب دانش خپل ټوېټ كښې د كابل هوائي مېدان سره نزدې د راكټ پريوتو تصديق كړې۔د راكټ بريد نه پس هوائي مېدان څخه د پروازونو تګ راتګ معطل او ټول وګړي د هوائي مېدان څخه ويستلې شوي۔راپور كښې وئېلي شوي كه هوائي مېدان د 20 نه تر 30 راكټونه توغل شوي۔يو عيني شاهد ووئيل د هوائي مېدان سره خوا كښې د 13 چاودنو غږونه اورېدل شوي٬ځينو وګړو وئېلې دي په دې بريد كښې په كابل كښې د ناټو ايئر بيس په نښه كول وو۔د كابل هوائي مېدان مشر يعقوب رسولي له مخې ځينې راكټونه د بيس په هينګرز راپريوتې چې په نتيجه كښې يوه چورلكه تباه شوې او دريو ته زيان رسېدلې۔راپور له مخې د بريد په وخت د امريكې دفاع وزير د هوائي مېدان سره نزدې و۔د افغان چارواكو له مخې امنيتي اهلكارو سيمه ولقه ګښې اخستې۔د امريكې د دفاع وزير د دې نه پس د افغانستان اولس مشر اشرف غني او د ناټو عمومي سېكتر سره په خبري كنفرنس كښې راكټي بريد د افغان طالبانو د كمزورۍ علامت او جرم ګرځولې۔د افغانستان نيوز ايجنسۍ ادعا كړې چې طالبانو د بريد ذمه واري قبوله كړې او په دې كښې يو وګړی شهيد شوے دے۔

مزید خبریں