د پاك چين اقتصادي راهدارۍ تر سېوري لاندې بلوچستان كښې د څلور نوې سترو لارو جوړولو پرېكړه د ډېره اسماعيل خان ٬ ژوب ٬ خضدار بسيمه ٬ ژوب كچلاك او نوكنډي ماش خېل پنجګور سړك سره به وروستو پاتې سيمې د پرمختګ په زغل كښې شامل شي۔ په ګوادر كښې پرمختيائي كار تندۍ سره روان دے۔ په فري زون كښې د ګڼ شمېر غېر ملكي كمپنيو د خوښۍ څرګندونه ٬ په ابتدائي توګه د يو بلين ډالر سرمايه كارۍ امكان

اسلام آباد ۔ 24 ستمبر (اے پی پی) د پاك چين اقتصادي راهدارۍ تر سېوري لاندې بلوچستان كښې د څلو نوې سترو لارو جوړولو پرېكړه شوې چې په نتيجه كښې به ئې ددې صوبې لرې پرتې وروستو پاتې سيمې د ترقۍ په دور كښې داخل شي۔ سترو لارو سره سره د ګوادر بندرځائې پرمختګ او دلته فري زون كښې سرمايه كاري به صوبه كښې د معاشي پرمختګ پېش خېمه وي۔ …

اسلام آباد ۔ 24 ستمبر (اے پی پی) د پاك چين اقتصادي راهدارۍ تر سېوري لاندې بلوچستان كښې د څلو نوې سترو لارو جوړولو پرېكړه شوې چې په نتيجه كښې به ئې ددې صوبې لرې پرتې وروستو پاتې سيمې د ترقۍ په دور كښې داخل شي۔ سترو لارو سره سره د ګوادر بندرځائې پرمختګ او دلته فري زون كښې سرمايه كاري به صوبه كښې د معاشي پرمختګ پېش خېمه وي۔ د منصوبه بندۍ وزارت چارواكو ترمخه د سی پېک تر سېوري لاندې د ټرانسپورټ کے بنیادی اډانې ته وده وركولو له د پاكستان او چين مشتركه ډلې هېواد كښې د بېلو نوو لارې جوړولو له د مالي مرستې كولو منظوري وركړې۔ په دې كښې به 4 منصوبې بلوچستان كښې بشپړ كولې شي۔ په دې كښې په دوه منصوبو كار د روان كال په مهال پېل كېږي۔ بلوچستان كښې منظور شويو منصوبو كښې د پاک چین اقتصادی راهدارۍ د مغربی روټ د ډېرہ اسماعیل خان تا ژوب سېکشن جوړولو منصوبه شامل ده۔ په دې به د روان كال مهال د چين په مرسته تعميراتي كار پېل شي۔ د 210 كلوميټر په دې به 81 ارب روپۍ مصرف كولې شي۔ دې سره به د خېبر پختونخوا سيمې ډېره اسماعيل خان او ددې نيم قبائلي سيمې درازنده ٬ شېراني او د ژوب وروستو پاتې سيمې د پرمختګ نوې دور كښې داخل شي۔ بلوچستان كښی د 20 اربه روپو خضدار بسيمه سترې لارې كومه به چې 110 كلوميټره وږده وي منصوبه ده كار به روان كال كښې پېل شي۔ دې سره سره د دوه نوو منصوبو ژوب كچلاك او نوكنډي ماشخېل پنګور روډ فېزېبلټي بشپړ كېدو څخه وروستو د سي پېك تر سېوري لاندې د دې د مالي مرستې په اړه پرېكړه شوې۔ ژوب کچلاک ستره لاره د مغربي روټ يو مهم سېكشن دے كوم بھ چې اسلام آباد سره كوئټه تړلو له تر ټولو لنډه لاره كاروي۔ دا لاره به 305 کلومیټره وږده وي۔ دې سره سره د 290 كلوميټر اوږدې لارې نوکنډی، ماشخیل پنجګور روډ له هم د مالي مرستې پرېكړه شوې۔ دې نوې څلور لارو سره به بلوچستان كښې معاشي بدلون راشي۔ د روزګار موقعې به رامخې ته شي۔