سیالکوټ۔23ستمبر (اے پی پی ) وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال او د قانون وفاقي وزير زاهد حامد د اسمبلۍ غړو سره د هندي امنيتي ځواك ډزو په نتيجه كښې د ژوبل شويو تپوس پوښتنې له د سی اېم اېچ سیالکوټ دوره وكړه۔ دوئي ژوبل شويو ته د ګلدستې وړاندې كړې او دوئي سره مالي مرسته كولو له ئې دوئي ته چېكونه وركړل۔ په دې مهال وفاقي وزير احسن اقبال پولې …
هند د كشمير مسئلې څخه پام ګرځولو له په پاكستاني كليو بريدونه كوي۔ د هند ددې ډول ناوړه كاروايو غندنه كوؤ۔ مونږ دښمن ته ددوئي په ژبه ځواب وركولې شو۔ د هندي جارحيت ښكار شويو زيان ازالې له به هڅې كوؤ۔ پولې ته د نزدو سيمو وګړي هندي جارحيت څخه ساتلو له په مستقل بنيادونو بېنكرز جوړوو او زمونږ پوځ د وګړو ساتنې له هره ګھړۍ چمتو دے۔ د وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال او د قانون وفاقي وزير زاهد حامد سی اېم اېچ سیالکوټ كښې د هندي ډزو په نتيجه كښې د ژوبل شويو تپوس پوښتنې په مهال خبرې
سیالکوټ۔23ستمبر (اے پی پی ) وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال او د قانون وفاقي وزير زاهد حامد د اسمبلۍ غړو سره د هندي امنيتي ځواك ډزو په نتيجه كښې د ژوبل شويو تپوس پوښتنې له د سی اېم اېچ سیالکوټ دوره وكړه۔ دوئي ژوبل شويو ته د ګلدستې وړاندې كړې او دوئي سره مالي مرسته كولو له ئې دوئي ته چېكونه وركړل۔ په دې مهال وفاقي وزير احسن اقبال پولې ته د نزدې كلي په ضد د هند د بزدلانه كاروائۍ غندنه كولو سره ووئيل هند د كشمير مسئلې څخه پام ګرځولو له په پاكستاني كليو بريدونه كوي۔ د هند ددې ډول ناوړه كاروايو غندنه كوؤ۔ مونږ دښمن ته ددوئي په ژبه ځواب وركولې شو۔ د هندي جارحيت ښكار شويو زيان ازالې له به هڅې كوؤ۔ ده ووئيل پولې ته نزدې سيمو كښې مېشته وګړي هېواد سره مينه لرونكي دي او دښمن څخه نه وېرېږي۔ ده ووئيل پاكستان به د كشمير مسئله په هر فورم پورته كوي۔ پاكستان امن خوښوونكے هېواد دے۔ داسې كاروايو كولو سره څوك په پاكستان رعب اچولې نه شي۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې وفاقي وزير زاهد حامد ووئيل زما حلقه اېن اے 114 په سرحدي كليو مشتمل ده ددې ځائې اولس غريب ولې بهادر او هېواد سره مينه لرونكي دي۔ د دوئي قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ ده ووئيل پولې ته د نزدو سيمو وګړي هندي جارحيت څخه ساتلو له په مستقل بنيادونو بېنكرز جوړوو او زمونږ پوځ د وګړو ساتنې له هره ګھړۍ چمتو دے۔ وفاقي وزير زاهد حامد سره په دې مهال د صوبائي اسمبلۍ غړو كښې چودھری ارمغان سبحانی ، چودھری طارق سبحانی ، رانا لیاقت علی بھلور، رانا محمد افضل ،چودھری محمد لطیف وینس ، چودھری رفیع راں او د صوفی محمد اسحاق په شمول د مسلم ليګ ن نور لارښود موجود وو۔











