د سياسي مشرتابه لخوا د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې د افغانستان او كشمير ستونزې په شمول د ټولو مهمو مسئلو جرات او حوصلې سره په رامخې ته كولو د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ستائنه ۔ شاهد خاقان عباسي په بشپړه ډول د پاكستان نقطه نظر وړاندې كړو۔ شاہ محمود قریشی وزيراعظم كشمير ٬ فلسطين او ميانمار كښې په مسلمانو د روان ظلم زور او زياتي په ضد كاميابۍ سره غږ پورته كړو۔ سېناتور عبد القيوم

اسلام آباد ۔ 23 ستمبر (اے پی پی) سياسي مشرتابه د عمومي اسمبلۍ كلنه غونډه كښې د افغانستان او كشمير ستونزې په شمول د ټولو مهمو مسئلو جرات او حوصلې سره په رامخې ته كولو د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ستائنه كړې۔ د راديو پاكستان ترمخه د مسلم ليګ (ن) سېناتور عبد القيوم يوه مركه كښې ووئيل وزيراعظم كشمير ٬ فلسطين او ميانمار كښې په مسلمانو د روان ظلم زور …

اسلام آباد ۔ 23 ستمبر (اے پی پی) سياسي مشرتابه د عمومي اسمبلۍ كلنه غونډه كښې د افغانستان او كشمير ستونزې په شمول د ټولو مهمو مسئلو جرات او حوصلې سره په رامخې ته كولو د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ستائنه كړې۔ د راديو پاكستان ترمخه د مسلم ليګ (ن) سېناتور عبد القيوم يوه مركه كښې ووئيل وزيراعظم كشمير ٬ فلسطين او ميانمار كښې په مسلمانو د روان ظلم زور او زياتي په ضد كاميابۍ سره غږ پورته كړے۔ ده د شاهد خاقان عباسي خطاب مناسب او بشپړ وګرځولو۔ پخواني خارجه وزير شاه محمود قرېشي خپل يو بيان كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته د وزيراعظم خطاب ستائلو سره ووئيل شاهد خاقان عباسي په بشپړه ډول د پاكستان نقطه نظر وړاندې كړو۔ ده ووئيل نړۍ د ترھګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د كاميابو او قربانيو څخه ښه خبر ده۔ ده ووئيل روسيه سره اړيكو كښې ښه والې د اطمينان وړ دے۔ په بروکلین كښې د پاكستانيانو او كشميريانو يو پلاوي سره خپلو خبرو كښې د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د خطاب په درنو ټكو كښې ستائنه كولو سره دا د كشميريانو هيلو سره سمون خوړونكې وګرځولو۔ نوموړي دفاعي تجزيه كار حسن عسکری خپله تبصره كښې ووئيل وزیراعظم شاهد خاقان عباسی په نړيوال فورم د امنيت مسئلې او د پاكستان دريځ كلكو دلائلو سره وړاندې كړو۔