لندن 23 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي امرېكه كښې د ملګرو ملتونو دوره بشپړولو نه پس لندن ته رسېدلې ۔ په دې موقع وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د بېلا بېلو هېوادونو لارښودو سره ملاقاتونه كړي٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ېې د پاكستان كردار په ډاګه كړې او د عمومي اسمبلۍ 72مې غونډې ته وېنا او د او آئي سي رابطه ډلې سره ملاقت كړے ۔دغسې …
وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د ملګرو ملتونو عمومې اسملۍ كښې د ګډون كولو نه پس لندن ته ورسيد٬ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع د بېلو هېوادونو لارښودو سره ملاقاتونو كښې ئې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان كردار په ډاګه كړو٬ د او آئي سي رابطه ډلې سره ملاقات٬ ميډيا سره مركه٬ د امریکې، برتانیې، اردن، ترکیې، نیپال، ایران او سري لنکا مشرانو سره په دوه اړخيزه چارو خبرې اترې٬ په بېلا بېلو فورمونو ئې د پاكستان مقدمه په ښه ډول پېش كړه
لندن 23 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي امرېكه كښې د ملګرو ملتونو دوره بشپړولو نه پس لندن ته رسېدلې ۔ په دې موقع وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د بېلا بېلو هېوادونو لارښودو سره ملاقاتونه كړي٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ېې د پاكستان كردار په ډاګه كړې او د عمومي اسمبلۍ 72مې غونډې ته وېنا او د او آئي سي رابطه ډلې سره ملاقت كړے ۔دغسې وزيراعظم ميډيا سره مركه كړې او د امریکې، برتانیې، اردن، ترکیې، نیپال، ایران او سري لنکا مشرانو سره په دوه اړخيزه معاملو خبرې اترې او په بېلا بېلو فورمونو د پاكستان مقدمه په ښه ډول پیش كړې ده ۔ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال وزيراعظم چې د كومو هېوادونو مشرانو او مهمو شخصياتو سره ملاقاتونه كړې په هغوي كښې د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ ٬ دوهم اولس مشر مائيك پنس ٬ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتوينوګيټريس٬ د نيپال وزيراعظم شېر بهادر ديوبا٬ د بل اينډ ملينډ اګيټس فاؤنډېشن شريك چيئرمېن بل ګيټس ٬ د جنرل الېكټرك نائب صدر جان رائس٬ د سري لنكا اولس مشر ميتهري پالاسري سينا ٬د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان ٬ د اردن شاه عبدالله دوم شامل دي ۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د زيارت په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 193 غړو هېوادونو مشرانو ته ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان د ټولو نه زياتې قربانۍ وركړې ٬ د افغانستان پحقله د پاكستان دريځ د نړې په وړاندې واضعه كولو سره ده ووئيل پاكستان به افغان جنګ لپاره د خپلې خاورې كارولو اجازه ورنه كړي۔ وزیراعظم د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر څخه غوښتنه وكړه چې د جمو او كشمېر پحقله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونه عملي كولو له په سمدستي توګه اقدامات وكړي ۔ ده د پاكستان اوهند ترمنېځه د شخړې سوله ايز او سپېځلې هواري لپاره د خاص نمائنده په ټاكنه زور رواړو۔ وزیراعظم د پاك امريكا بزنس كونسل لخوا په مېلمستيا كښې هم ګډون كړې۔ په دې موقع خپلې وېنا كښې ده امريكائي سرمايه كار د سرمايه كارۍ ښه ماحول نه خبرولو كښې ووئيل پاكستان سرمايه كارۍ لپاره په زړه پورې هېواد دے۔ خارجه وزير خواجه محمد آصف به د امريكې سينئر چارواكو سره ملاقاتونو لپاره څو ورځې په امريكه كښې اېسار وي۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته په مخه ښه وئيلو په مهال په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مسقتل استازې ډاكټر مليحه لودهي او سفير اعزاز احمد چوهدري هم موجود ٶ۔ وزیراعظم به وطن ته د راستنېدو نه وړاندې لندن كښې ايسار وي او هلته به پخواني وزيراعظم محمد نواز شریف سره هم ملاقات كوي











