د نامعلومه وسله والو لخوا په ډزو كښې د خېبر پښتونخوا پخواني آئي جي پي ورور حبيب محسود پحق رسېدلے

پښور 11 اګست (اے پي پي) د نامعلومه وسله والو لخوا په ډزو كښې د خېبر پښتونخوا پخواني آئي جي پي صلاح الدين محسود ورور او پخوانې ناظم حبيب محسود محافظ سره پحق رسېدلے۔ پوليس له مخې حبيب محسود د ټانك نه خپل كلي پتهر ته روان ٶ چې پتهر پل سره نزدې د نامعلومو وسله والو/ترهګرو په ډزو كښې د حبيب محسود ګن مېن ژوبل شوې او حبيب محسود …

پښور 11 اګست (اے پي پي) د نامعلومه وسله والو لخوا په ډزو كښې د خېبر پښتونخوا پخواني آئي جي پي صلاح الدين محسود ورور او پخوانې ناظم حبيب محسود محافظ سره پحق رسېدلے۔ پوليس له مخې حبيب محسود د ټانك نه خپل كلي پتهر ته روان ٶ چې پتهر پل سره نزدې د نامعلومو وسله والو/ترهګرو په ډزو كښې د حبيب محسود ګن مېن ژوبل شوې او حبيب محسود ترهګرو اغوا كړې٬ د پوليس لخوا په تعاقب او د ډزو په تبادله كښې يو ترهګر هم ژوبل شوې٬ بيا هم ترهګر په فرار كېدو كښې كامياب شوي٬ د لټون عملياتو په مهال پوليس ته په منزئۍ سيمه كښې د حبيب محسود مړې ترلاسه شوې۔

مزید خبریں