وېټي كن سټي21 ستمبر (اے پي پي) د رابطه عالم اسلامي عمومي سېكتر الشېخ ډاكټر محمد بن عبدالكريم العيسيٰ د وېټي كن سركاري دورې په مهال د پاپائے روم پوپ فرانسس سره ملاقات كړے۔ د العربيه ټي وي له مخې د دواړو مذهبي مشرانو ترمېنځه په خبرو كښې د دوه اخيزه خوښې په چارو٬ په نړۍ كښې په امن او په خاص توګه د وېټي كن او د اسلامي نړۍ …
د رابطه عالم اسلامي مشر پاپائے روم سره ملاقات وكړو

مزید خبریں
وېټي كن سټي21 ستمبر (اے پي پي) د رابطه عالم اسلامي عمومي سېكتر الشېخ ډاكټر محمد بن عبدالكريم العيسيٰ د وېټي كن سركاري دورې په مهال د پاپائے روم پوپ فرانسس سره ملاقات كړے۔ د العربيه ټي وي له مخې د دواړو مذهبي مشرانو ترمېنځه په خبرو كښې د دوه اخيزه خوښې په چارو٬ په نړۍ كښې په امن او په خاص توګه د وېټي كن او د اسلامي نړۍ ته مېنځه د مرستې په وده٬ محبت ٬ د زغم كلتور په وده خبرې وشوې۔ په دې موقع پوپ فرانسس ووئيل چې انتهاخوښي او ترهګري كوم يو مذهب سره تعلق نه لري او نه اسلام د انتهاخوښې او ترهګرې مذهب ګرځول كېدے شي۔ دواړو مشرانو يو بل ته يادګاري ډالې هم وركړې۔ د رابطه عالم اسلامي مشر ده ته د اسلامي تهذيب يو ماډل په ډالې كښې وركړو كوم چې د دې خبرې علامت دے چې اسلام د نورو تهذيبونو دښمن نه دے۔ ډاكټر العيسيٰ ته 500 كلن پخوانې فلم او يادګاري مېډل د ډالې په توګه وړاندې كړے شول۔









