په مېكسيكو كښې د 7.1 شدت په زلزله كښې 149 كسان مړه شوي

مېكسيكو سټي 20 ستمبر (اے پي پي) په مېكسيكو كښې د 7.1 شدت په زلزله كښې 149 كسان مړه شوي دي۔ د مېكسيكو چارواكو له مخې د پايه تخت مېكسيكو سټي پشمول په نورو دريو رياستونو كښې ګڼ شمېر ودانې رالوېدلې دي او د سلګونو په شمېر خلق تر ملبه لاندې شوي دي د كومو رايستلو لپاره چې د مرستې چارې روانې دي۔ د چارواكو له مخې اندېښنه ده چې په يو شمېر سكولونو كښې ماشومان هم تر ملبه لاندې راغلي دي۔ په مېكسيكو كښې د يو سكول څخه د 20 ماشومانو او د يو بالغ كس مړي رايستل شوي دي او په دې ځائ كښې لا هم 30 ماشومان بې دركه دي۔ دا زلزله په داسې وخت كښې راغلې كله چې 32 كاله وړاندې د راغلې سختې زلزلې په ياد كښې ډرلز كېدل۔ دوه اونۍ وړاندې هم په مېكسيكو كښې د 8.1 شدت زلزله راغلې وه په كومه كښې چې 90 كسان مړه شوي وو۔ د امريكې جيالوجيكل سروے له مخې زلزله په زمكه كښې 51 كلوميټره ژوره وه۔