په خيبر پښتونخوا كښې د كانګو وائرس نور 2 كيسونه رامخې ته شول

پېښور۔ 25 جولائی (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې د كانګو وائرس نور 2 كېسونه رامخې ته شوي دي۔ د اېچ اېم سي وياند له مخې ورسك سره تعلق لرونكي 18 كلن جاوېد كښې د كانګو وائرس تصديق شوے دے۔ دغسې بنوں سره تعلق لرونكي 15 كلن سعد الله هم دې رنځ سره مخ شوے دے۔ دې نوې كېسونو سره په خېبر پښتونخوا كښې د كانګو وائرس ځپليو رنځورانو …

پېښور۔ 25 جولائی (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې د كانګو وائرس نور 2 كېسونه رامخې ته شوي دي۔ د اېچ اېم سي وياند له مخې ورسك سره تعلق لرونكي 18 كلن جاوېد كښې د كانګو وائرس تصديق شوے دے۔ دغسې بنوں سره تعلق لرونكي 15 كلن سعد الله هم دې رنځ سره مخ شوے دے۔ دې نوې كېسونو سره په خېبر پښتونخوا كښې د كانګو وائرس ځپليو رنځورانو شمېره 5 شوې ده۔ دا رنځورون بېلو ضلعو سره تعلق لري۔ د اېچ اېم سي وياند وئيلي چې تېره ورځ د كانګو ځپلې 2 ځوانان ښه كېدو څخه وروستو روغتون څخه كور ته ولېږلې شوو۔ په حیات آباد میډیکل کمپلېکس كښې بستر شوي درې رنځوران په آئېسولېشن وارډ كښې ساتلے شوي دي د كومو درملنې چې روانې دي۔ د طبي پوهانو له مخې دا وائرس د غوا ٬ غوي ٬ چېلۍ ٬ چېلي ٬ مېښې ٬ اوښ ٬ ګډانو او ګډو څرمن سره پېوست چيچړو كښې موندلې شي د كومو په پرېكولو چې دا انسان ته منتقل كېږي۔ د طبي پوهانو له مخې دا وائرس په پاكستان كښې تېر 20 كلونو څخه موجود دے كوم چې ځناورو څخه انسانانو ته منتقل كېږي۔ د كانګو په علاماتو كښې تیزه تبه ٬ د ملا ٬ پټو او څټ دړد ٬ قے ٬ د مرۍ سوزش او په وجود د سرو دانو ښكاره كېدل شامل دي۔

مزید خبریں