ماسكو 19 ستمبر (اے پي پي﴾ روسيې د سوريې په مخالفينو د بمبارې په اړه د امريكې تورونه رد كړي دي۔ د اېران خبري اژانس له مخې د روسيې د دفاع وزارت وياند جنرال اېګور كوناشنكوف د سوريې دير الزور سيمه كښې د سوريې د ياغيانو په اډو د روسيې د الوتكو د بمبارې په اړه د امريكا دعوې تش دروغ ګرځولي دي۔ وياند ووئيل چې د ترهګرو په مركزونو …
روسيې د سوريې په مخالفينو د بمبارې په اړه د امريكې تورونه رد كړل

مزید خبریں
ماسكو 19 ستمبر (اے پي پي﴾ روسيې د سوريې په مخالفينو د بمبارې په اړه د امريكې تورونه رد كړي دي۔ د اېران خبري اژانس له مخې د روسيې د دفاع وزارت وياند جنرال اېګور كوناشنكوف د سوريې دير الزور سيمه كښې د سوريې د ياغيانو په اډو د روسيې د الوتكو د بمبارې په اړه د امريكا دعوې تش دروغ ګرځولي دي۔ وياند ووئيل چې د ترهګرو په مركزونو د بمبارې څخه وړاندې امريكا خبره كړې شوې وه۔ ده ووئيل چې د سوريې ځواكونو په دې سيمه كښې درې اونې وړآندې د روسيې د فضائيه په مرسته په لويه پېمانه عمليات كړي و او په نتيجه كښې ئې د دې ښار محاصره ماته كړې شوې او داعشي عناصر د دې ځائ څخه په تښته مجبور شوي دي۔ په دې سيمه كښې لا هم زمكي او هوائي عمليات روان دي۔









