ترانا 17 ستمبر (اے پی پی) لويديز دفاعی اتحاد ناټو وئيلي چې افغانستان كښې د غړو هېوادونو نورو عسكرو تعینات كولو د امريكې په غوښتنه غور كولو ته اړتيا ده او حتمی پريكړه به په يوه مياشت كښې وكړې شي۔ د المان نشریاتی ادارې له مخې د ناټو ملټری کمېټۍ مشر جنرال پیټر پاول وئيلي دي د امريكې په دې غوښتنه د غړو هېوادونو ترمينځه مشاورت ته اړتيا ده۔ ده …
افغانستان كښې د نورو عسكرو تعینات كولو پريكړه به يوه مياشت كښې وكړې شي، ناټو

مزید خبریں
ترانا 17 ستمبر (اے پی پی) لويديز دفاعی اتحاد ناټو وئيلي چې افغانستان كښې د غړو هېوادونو نورو عسكرو تعینات كولو د امريكې په غوښتنه غور كولو ته اړتيا ده او حتمی پريكړه به په يوه مياشت كښې وكړې شي۔ د المان نشریاتی ادارې له مخې د ناټو ملټری کمېټۍ مشر جنرال پیټر پاول وئيلي دي د امريكې په دې غوښتنه د غړو هېوادونو ترمينځه مشاورت ته اړتيا ده۔ ده دا بيان د البانیه پايه تخت ترانا كښې د ناټو ملټری کمېتۍ غونډې نه پس وركړې۔ البانوی پاي ه تخت كښې په شوي غونډه كښې د امریکې پوځ د جوائنټ چیفس آف سټاف كمېټۍ جنرال جَو ډنفورډ او افغانستان كښې د امریکې او غیر ملکی عسكرو اعلیٰ کمانډر جنرل جان نکلسن هم ګډون وكړو۔









