د عمومي اسمبلۍ كلنه غونډه په 19م ستمبر پېل كېږي

ملګري ملتونمه 16 ستمبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ كلنه غونډه په 19م ستمبر پېل كېږي او په دې غونډه كښې به د بېلا بېلو هېوادونو مشران او د حكومتي نمائندګان په متنازعه خو په مهمو نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د الماان خبرې رسنې ادارې له مخې ډونلډ ټرمپ به د اولس مشر چوكۍ سنبهالولو نه پس په وړومبي ځل د ستمبر په 19مه …

ملګري ملتونمه 16 ستمبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ كلنه غونډه په 19م ستمبر پېل كېږي او په دې غونډه كښې به د بېلا بېلو هېوادونو مشران او د حكومتي نمائندګان په متنازعه خو په مهمو نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د الماان خبرې رسنې ادارې له مخې ډونلډ ټرمپ به د اولس مشر چوكۍ سنبهالولو نه پس په وړومبي ځل د ستمبر په 19مه نيټه عمومي اسمبلۍ ته وېنا كوي۔ هم په دې ورځ به د فرانس اولس مشر اېمانوئل ماكرو به عمومي اسمبلۍ كښې د خپل هېواد په وړومبي ځل نمائندګي كوي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انټوټیو ګوټیرش نهه مياشتې وړاندې د ادارې د مشر ذمه وارۍ په غاړه اخستې او دا ده ھغه هم وړومبۍ غونډه ده۔سفيرانو په دې غونډه كښې د شمالي كوريا اتومي پروګرام ته د ټولو نه د زيات اهميت وركولو امكان څرګند كړې دے۔

مزید خبریں