واشنګټن 14 ستمبر (اے پي پي) د امریکائي حكومت د اګست مياشتې د بجټ زيان 108 بېليونه ډالرو ته رسېدلې كوم چې د تېره اګست مياشتې د زيان نه يو ارب ډالره زيات دے۔ د امريكې د خزانې څانګې له خوا د جاري شوي شمېرو له مخې د اګست په مياشت كښې د بجټ زيان 108 بېليونه ډالره ٶ خو د اكاٶنټنګ فار كلېنډر اېډجسټمنت نه پس دا زيان 97 …
د امریکائي حكومت د اګست مياشتې د بجټ زيان 108 بېليونه ډالرو ته ورسېد
واشنګټن 14 ستمبر (اے پي پي) د امریکائي حكومت د اګست مياشتې د بجټ زيان 108 بېليونه ډالرو ته رسېدلې كوم چې د تېره اګست مياشتې د زيان نه يو ارب ډالره زيات دے۔ د امريكې د خزانې څانګې له خوا د جاري شوي شمېرو له مخې د اګست په مياشت كښې د بجټ زيان 108 بېليونه ډالره ٶ خو د اكاٶنټنګ فار كلېنډر اېډجسټمنت نه پس دا زيان 97 بېليونه ډالره رېكارډ شوې۔ د مالي كال د پېل نه تر اوسه دمجموعي بحث زيان 674 بېليونه ډالره ٶ كوم چې د تېر كال په دومره موده كښې 619 بېليونه ډالره ٶ












