د امن او روښانه سباؤن لپاره د اتومي بليك ميلنګ دور خاتمې ته اړتيا ده ۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل

ملګري ملتونه 27 ستمبر (اے پي پي)د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريش د اتومي وسلو د زغل غندنه كولو سره وئېلي دي د امن او روښانه سباؤن لپاره د اتومي بليك ميلنګ دور خاتمې ته ضرورت دے۔ده د اتومي وسلو د تخفيف په نړيواله ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته ووئيل اتومي وسله تراوسه تر ټولو زياته تباهي كونكے طاقت دے ٬ ځكه چې اتومي وسله د امن نه بلكې د مرګونو او اړي ګړي اسباب لري د كومې خاتمه به چې د راتلونكو نسلونو لپاره تر ټولو لويه ډالۍ وي۔ده دا خبره د روسيې صدر ولاديمير پيوټن لخوا تېره اونۍ د جاري شوي بيان نه پس كړې چې پكښې هغه د اتومي وسلو د كارولو دړكه وركړې وه۔ده دا خبره يو ځل بيا وكړه چې سرد جنګ انسانيت په يو څو دقيقو كښې ختم كړے خو د سرد جنګ خاتمې نه څو لسيزې پس د برلن ديوال پريوتو نه پس مونږ يو ځل بيا د اتومي وسلو درزا اورېدې شو۔ده ووئيل د امن او روشانه سباؤن لپاره د اتومي بليك ميلنګ دور خاتمې ته ضرورت دے