اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي د كلي معيشت ثبات ٬ كېپټل ماركيټس او د نجكارۍ عمل كښې ښكاره پېشرفت رامخې ته كيږي ، د اصلاحات مقصد ملكي او بهرنۍ سرمايه كارۍ له نور ګنجائش پېدا كول او معيشت د سرمايه كارۍ او صادراتو په بنياد مخ په وړاندې بوتلل دي۔ دا خبره ده د جمعې په ورځ دلته په پاكستان كښې …
د كلي معيشت ثبات ٬ كېپټل ماركيټس او د نجكارۍ عمل كښې ښكاره پېشرفت رامخې ته كيږي: د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب
اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي د كلي معيشت ثبات ٬ كېپټل ماركيټس او د نجكارۍ عمل كښې ښكاره پېشرفت رامخې ته كيږي ، د اصلاحات مقصد ملكي او بهرنۍ سرمايه كارۍ له نور ګنجائش پېدا كول او معيشت د سرمايه كارۍ او صادراتو په بنياد مخ په وړاندې بوتلل دي۔ دا خبره ده د جمعې په ورځ دلته په پاكستان كښې برطانوي هائي كمشنر جين مېرېټ سره ملاقات كښې وكړه۔ ملاقات كښې د پاكستان د معاشي اصلاحاتو او د پاكستان او برطانيه ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ همكاري له ژورولو په موقعو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع ډوېلپمنټ ډائرېکټر سیم والډاک او مشر اکانومسټ هم موجود و۔ وفاقي وزير برطانوي هائي كمشنر ته هركلې ووې او د تكنيكي مرستې ٬ او د پوهې تبادلې د لارې يۍ د پاكستان د معاشي اصلاحاتو هڅو له د برطانيې د پرله پسې مرستې ستائنه وكړه۔ دواړو اړخونو په اصلاحاتي ترجيحاتو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي په اېوي اېشن سېكټر كښی د موقعو په شمول پاکستان انټرنېشنل ایئرلائنز لپاره د ممكنه فنانسنګ او سرمايه كارۍ په مرسته هم خبرې وكړې۔ دوئي د معاشي اصلاحات ٬ اداره جاتي پياوړتيا او سرمايه كارۍ په څانګو كښې د پاكستان او برطانيې ترمينځه د پرله پسې همكارۍ عزم پخلې هم وكړو۔











