د پېښور پولیس لاین ته د خبریالانو په ننوتلو هېڅ ډول عمومي بندیز نه دی لګېدلی: د پوليس لائن وياند

پېښور 02 اکتوبر (اے پي پي) د پېښور پوليس لائن وياند ويلي دي چې پولیس لاین ته د خبریالانو په ننوتلو هېڅ ډول عمومي بندیز نه دی لګېدلی۔ د وياند له مخې د سكيورټي رسك يا د كوم غېر معمولي صورتحال په سبب ځينې وخت په عارضي توګه داخله محدود كېږي چې مقصد ېې د كومې خاص ډلې لاره نيول نه بلكې د پوليس لائن سکيورټي باوري كول وي٬ پېښور  …

پېښور 02 اکتوبر (اے پي پي) د پېښور پوليس لائن وياند ويلي دي چې پولیس لاین ته د خبریالانو په ننوتلو هېڅ ډول عمومي بندیز نه دی لګېدلی۔ د وياند له مخې د سكيورټي رسك يا د كوم غېر معمولي صورتحال په سبب ځينې وخت په عارضي توګه داخله محدود كېږي چې مقصد ېې د كومې خاص ډلې لاره نيول نه بلكې د پوليس لائن سکيورټي باوري كول وي٬ پېښور  پوليس خبريالې ورورولۍ ته په درنه سترګه او احترام سره ګوري او د ميډيا نمائندګانو سره تل د عزت او احترام سلوك كېږي۔ ده په ډاګه كړه چې خبريالان اولس ته درست معلومات رسولو كښې اهم كردار لوبوي دې لپاره د پوليس او ميډيا ترمېنځه شريكې مرستې او رابطې ته اهميت وركولې شي۔ ده خبريالانو څخه د مرستې اپيل كولو سره ووئيل چې د سکيورټي په اړه په غير معمولي صورتحال كښې دې د پوليس اهلكار په هداياتو عملدرآمد وكړې شي دغسې چې د خبريالانو پشمول د ټولو حفاظت باوري كړې شي

مزید خبریں