اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې د حکومت او اپوزيشن غړو ترمېنځه مذاكرات د جمعې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې شوي۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې سپيکر د حكومت او اپوزيشن غړو خپل چېمبر كښې هركلے وكړو۔ ده ووئيل هغه يوازې د ثالث كردار لوبوي٬ پروردګار دې وكړي چې مذاکرات کامياب شي، زما دفتر …
د سپيکر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې د حکومت او اپوزيشن غړو ترمېنځه مذاكرات

مزید خبریں
اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې د حکومت او اپوزيشن غړو ترمېنځه مذاكرات د جمعې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې شوي۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې سپيکر د حكومت او اپوزيشن غړو خپل چېمبر كښې هركلے وكړو۔ ده ووئيل هغه يوازې د ثالث كردار لوبوي٬ پروردګار دې وكړي چې مذاکرات کامياب شي، زما دفتر د مسئلو حل او مذاكراتو لپاره تل پرانستې دے، ما د مسئلو حل لپاره اپوزيشن ته تل د مذاكراتو بلنه وركړې ده۔ سردار اياز صادق ووئيل اختلاف رائے او د مسئلو د حل يوازنۍ لاره مذاكرات دي، چوكۍ او دفترې عارضي وي، پارلمان هم يوازينې فورم دے چرته چې د مسئلو حل لټولې شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو امير مقام، رانا ثناء ، محسن رضا نقوي، طارق فضل چوهدري او وزير مملکت طلال چوهدري، د پيپلز پارټۍ لخوا سينيټر شيري رحمان، اېم اېن اے سيد نويد قمر او اعجاز حسين جاکھراني او د اپوزيشن په مشرانو كښې بيرسټر ګوهر خان، راجه ناصر عباس ،ملك عامر ډوګر او پخوانې سپيکر اسد قېصر سره سره سلمان اکرم راجه ګډون وكړو۔










