پېنډۍ ۔2اکتوبر (اے پی پی) کور کمانډرز کنفرنس دا خبره په ډاګه كړې ده چې په كومه هم بانه د انتشار یا د 9 مې په څېر د وضعیت پېدا کولو هڅو مخنیوی به پرېکنده قوت سره كولې شي٬ د هندوستان په سرپرستۍ كښې افغانستان څخه د رامخې ته كېدونكې ترهګرۍ خلاف د پاكستان د دفاع د حق توثيق، د پاکستان، سعودی عرب او ترکیه ترمينځه د تاريخي ’’مکه ګډ …
د انتشار یا 9 مې په څېر د وضعیت پېدا کولو هڅو مخنیوی به پرېکنده قوت سره كولې شي: كور كمانډرز كنفرنس

مزید خبریں
پېنډۍ ۔2اکتوبر (اے پی پی) کور کمانډرز کنفرنس دا خبره په ډاګه كړې ده چې په كومه هم بانه د انتشار یا د 9 مې په څېر د وضعیت پېدا کولو هڅو مخنیوی به پرېکنده قوت سره كولې شي٬ د هندوستان په سرپرستۍ كښې افغانستان څخه د رامخې ته كېدونكې ترهګرۍ خلاف د پاكستان د دفاع د حق توثيق، د پاکستان، سعودی عرب او ترکیه ترمينځه د تاريخي ’’مکه ګډ دفاعي تړون‘‘ هركلې او د حرمېن شریفېن د تحفظ نه بدلېدونكې عزم تكرار كړې شو۔ د آئی اېس پی آر له مخې د آرمی چیف او چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منېر په مشرۍ كښی په جي اېچ كيو راولپنډي كښې 277 م كور كمانډر كنفرنس وشو۔ فورم د وسله والو ځواكونو ، قانون نافذ كونكو ادارو شهيدانو او مورني وطن لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركونكو د سول سوسائټۍ غړو له فاتحه خواني وكړه او د هغوي ځانګړې قربانيو ته يۍ پېرزوئنې وړاندې كړې۔ فورم د روانې امنيتي وضعې جاج واغست او د اعلیٰ درجې آپرېشنل چمتوالې په ځايې ساتل يۍ تكرار كړل۔ فورم د دفاع حق او د افغانستان څخه د رامخې ته كېدونكې ترهګرۍ خلاف يۍ د ټارګټډ كارروايۍ حق توثيق وكړو او په دې خبره يۍ زور راوړو چې د هند په لمسه د ترهګرۍ سهولت كاري كونكې طالبان بې لارې كونكې قيادت ددې د نتيجه ذمه وار دے۔ فورم د داخلي استحكام اهميت په ډاګه كړو او ددې عزم څرګندونه يۍ وكړه چې په كومه هم بانه د انتشار یا د 9 مې په څېر د وضعیت پېدا کولو هڅو مخنیوی به پرېکنده قوت سره كولې شي۔ فوروم د پاكستان ٬ سعودي عربستان او تركيه ترمينځه د ’’مکه ګډ دفاعي تړون ‘‘ هركلې وكړو۔ فورم د سعودي عربستان خلاف د حوثيانو د بريدونو سخته غندنه وكړه او ورور هېواد سره د يووالي او د حرمېن شريفېن تحفظ او تقدس له د پاكستان د نه بدلېدونكي عزم پخلې وكړو۔ فورم د مقبوضه كشمير په اړه د پاكستان اصولي دريځ هم تكرار كړو او د ملګرو ملتونو د سلامتيا كونسل د اړوندو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې يۍ ددې د حل ملاتړ توثيق وكړو۔ فیلډ مارشل د فارمېشنز د آپرېشنل چمتوالي او پېشه ور مهار ستاينه هم وكړه۔ ده كمانډرز ته هدايت وكړو چې هغوي انټېلی جنس بېسډ آپرېشنز لا مستحكم كړي۔ ده ددې باور څرګندونه وكړه چې وسله وال ځواكونو نه كمزورې كېدونكي ملاتړ سره د پاكستان خپلواكۍ ٬ سيمه ييزې سلامتيا او د قامي سلامتيا تحفظ له همه وقت چمتو دي۔










