هند او د جنوبي افريقې ترمينځه وړومبے ټي 20 ميچ به سبا كېږي

نوې ډيلے 27 ستمبر (اے پي پي) د هند او د جنوبي افريقې كركټ ډلو ترمينځه په درې ټي ټي ټونټي ميچونو مشتمل سيريز كښې وړومبے ميچ به (سبا) د شورو په ورځ فيلډ انټرنيشنل اسټيډيم، تھيرو وانا تھاپورام كښې كېږي۔ ميچ به فلډ لائټس كښې كولې شي۔ پروټيز ټيم به د هند خپلي دورې په مهال د كوربه ډلي په ضد درې ټي 20 او درې ون ډے ميچونو سيريز كوي۔د هند ډلي مشري به جارح مزاج بيټر روهيت شرما كوي دغسې د پروټيز ډلي مشري به ټيمبا بويوما كوي،د دواړه ډلو ترمينځه د سيريز دويم ټي 20 ميچ به په 2 اكتوبر ګوهاټي دغسې دريم به په 4 اكتوبر اندور كښې كېږي۔ټي ټونټي سيريز نه پس به درې ون ډے ميچونو سيريز په 6 اكتوبر پيل كېږي