د فسطائي مودي د 5م اګست غېر قانوني اقدام د كشميريانو په شناخت او بنيادي حقونو بريد و. غلام احمد ګلزار

سرينګر 28 جولائي (اے پي پي) په مقبوضه جمو و كشمير كښې په غېر قانوني توګه نظر بند د كل جماعتي حريت كانفرنس نائب چيئرمېن غلام احمد ګلزار وئيلي دي چې د اګست 5مه نېټه د كشمير د تاريخ تر ټولو المناكه ، دردوونكې او توره ورځ ده او كشميريان به دا ورځ تل د استحصال ورځې، د غم ورځې او تورې ورځې په توګه لمانځي. د كشمير مېډيا سروس له مخې غلام احمد ګلزار د سرينګر مركزي زندان څخه په جاري كړي يو خاص پېغام كښې وئيلي دي چې د اګست په 5مه نېټه كال 2019م كښې د انسانيت قاتل نرېندر مودي په مشرې كښې د آر اېس اېس پلوي فسطائي حكومت د كشميريانو سياسي، سماجي، مذهبي او نور ټول حقوق سلب او مقبوضه جمو و كشمير په يو زندان كښې بدلولو سره سخت بندېزونه لګولي وو. ده ووئيل چې دا غېر قانوني اقدام د هندوتوا طاقتونو لخوا د كشميريانو په ځانګړي شناخت، كلتور، روزګار، آبادې او بنيادي حقونون بريد و.