انقره 27 جولائي (اے پي پي) د ترکيه صدر رجب طيب اردوان وئيلي دي سعودي عرب او متحده عرب امارات سره د اړيكو ودې لپاره هڅې روانې دي۔ د العربيه ټي وي له مخئ ده ووئيل مصر سره اړيكې د معمول له مخې كولو لپاره ملاقاتونه د خنډانو نه غېر روان دي٬ په دوهوك كښې د عراق په غريزه سيمه كښې د سېل په ځاے كښې د بمبارۍ پحقله چې …
سعودي عربستان سره د اړيكو ودې لپاره هڅې روانې دي۔ رجب طيب اردوان

مزید خبریں
انقره 27 جولائي (اے پي پي) د ترکيه صدر رجب طيب اردوان وئيلي دي سعودي عرب او متحده عرب امارات سره د اړيكو ودې لپاره هڅې روانې دي۔ د العربيه ټي وي له مخئ ده ووئيل مصر سره اړيكې د معمول له مخې كولو لپاره ملاقاتونه د خنډانو نه غېر روان دي٬ په دوهوك كښې د عراق په غريزه سيمه كښې د سېل په ځاے كښې د بمبارۍ پحقله چې پكښې 9 كسان مړه شوې وٶ رجب طيب اردوان په دې خبره زور سره ووئيل دا بريد ترهګرو د تركيه او عراق ترمېنځه اړيكو ته زيان رسولو لپاره كړے ؤ ۔ ده ووئيل تركيه د ناټو د خپلو اتحاديانو پشمول امريكا او د عراق چارواكي د بريد پحقله د خپل موقف نه خبر كړے دي۔ رجب طيب اردوان ووئيل د روسيه او يوکرائن ترمېنځه روغې جوړې لپاره زمونږ هڅې د جنګ نه وړاندې پېل شوې وې او اوس هم مونږ خپلې هڅې روانې ساتلې دي










