د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د څو كلونو د وچكالې په وجه په زمكه كښۍ د اوبو كچه پرېوتې

كابل 25 جولائي (اے پي پي) د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د څو كلونو د وچكالې په وجه په زمكه كښۍ د اوبو كچه پرېوتې او پايه تخت د اوبو كمي سره مخ دے. د چين خبر رسنې ادارې د افغان مېډيا د رپورټ حواله وركولو سره وئيلي دي چې د سركاري واټر سپلائي چارواكو سردار ولي ملك زئي وئيلي دي چې د وچكالې په وجه د اوبو …

كابل 25 جولائي (اے پي پي) د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د څو كلونو د وچكالې په وجه په زمكه كښۍ د اوبو كچه پرېوتې او پايه تخت د اوبو كمي سره مخ دے. د چين خبر رسنې ادارې د افغان مېډيا د رپورټ حواله وركولو سره وئيلي دي چې د سركاري واټر سپلائي چارواكو سردار ولي ملك زئي وئيلي دي چې د وچكالې په وجه د اوبو په سپلائي كښې 40 فيصده كمې راغلې، هم دا وجه ده چې كمپني د كابل اوسېدونكو ته 24 ساعته اوبه نه شي رسولې. په افغانستان كښې نجي كمپنې او او خلق د څو كلونو نه د اوبو ضروريات پوره كولو لپاره كوهي كني او د زمكې د لاندې نه اوبه ترلاسه كوي خو د پوهانو له مخې پرله پسې كوهي كنستلو سره په زمكه كښې لاندې د اوبو كچه پرېوځي او ځكه په ښار كښې د اوبو كمې راغلې

مزید خبریں