د تاجكستان په كوربتوب كښې د افغانستان په اړه د سلامتيا او اقتصاد دوه ورځنې نړيوال كانفرنس پېل شو

تاشقند 25 جولائي (اے پي پي) د تاجكستان په كوربتوب كښې د افغانستان په اړه د سلامتيا او اقتصاد دوه ورځنې نړيوال كانفرنس پېل شو چې پكښې د افغان دولت پلاوې هم ګډون كوي. د چينائي مېډيا له مخې د ازبكستان خارجه وزارت په يو بيان كښې وئيلي دي چې د افغان دولتي پلاوي مشري لنډمهاله خارجه وزير امير خان متقي كوي. د ازبكستان صدر شوكت مرزيوف په هڅو د …

تاشقند 25 جولائي (اے پي پي) د تاجكستان په كوربتوب كښې د افغانستان په اړه د سلامتيا او اقتصاد دوه ورځنې نړيوال كانفرنس پېل شو چې پكښې د افغان دولت پلاوې هم ګډون كوي. د چينائي مېډيا له مخې د ازبكستان خارجه وزارت په يو بيان كښې وئيلي دي چې د افغان دولتي پلاوي مشري لنډمهاله خارجه وزير امير خان متقي كوي. د ازبكستان صدر شوكت مرزيوف په هڅو د دې نړيوال كانفرنس مقصد د جنګ ځپلي هېواد افغانستان مرسته كول او د انساني همدردۍ په بنياد مرسته وركول دي. وزارت وئيلي دي چې په كانفرنس كښې د اروپا، ختيځې او مېنځنې اسيا او نورو حكومتي او نړيوالو تنظيمونو 100 پلاوي ګډون كوي. په بيان كښې وئيلي شوي دي چې په كانفرنس كښې به ازبكستان د توان، رېلوے پرمختګ او د تعليم په څانګه كښې د افغانستان په سماجي او اقتصادي ډهانچه كښې د پرمختګ پلان وړاندې كوي.

مزید خبریں