د کنټرول لائن دواړو اړخو او ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريان به (نن) يوم الحاق پاکستان لمانځلي

سرينګر 18 جولائي (اے پي پي) د کنټرول لائن په دواړو اړخو او ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريان به (نن) د نهې په ورځ د جولائي په 19مه نيټه د دې لوظ په تجديد يوم الحاق پاکستان لمانځلي چې ھغوي به د هند د قبضې نه تر آزادۍ او د جمو و كشمير پاكستان كښې د بشپړه انضمام هلې ځلې روانې ساتي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې 19جولائي كال …

سرينګر 18 جولائي (اے پي پي) د کنټرول لائن په دواړو اړخو او ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريان به (نن) د نهې په ورځ د جولائي په 19مه نيټه د دې لوظ په تجديد يوم الحاق پاکستان لمانځلي چې ھغوي به د هند د قبضې نه تر آزادۍ او د جمو و كشمير پاكستان كښې د بشپړه انضمام هلې ځلې روانې ساتي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې 19جولائي كال 1947 كښې د سرينګر په آبي ګرز سيمه كښې د سردار محمد ابراهيم خان په استوګنه د آل جمو كشمير مسلم کنفرنس په غونډه كښې د كشميريانو حقيقي نمائندګانو پاکستان سره د كشمير الحاق قرارداد په منطفقه توګه منظور كړے ٶ چې پكښې پاكستان سره د مذهبي، جغرافيائي، كلتوري او اقتصادي قربت او د لكهونو په شمېر د کشميريانو مسلمانانو د هيلو له مخې پاکستان سره د جمو و كشمير د الحاق مطالبه شوې وه۔ د کشميريانو د جولائي په 19مه نيټه كال 1947 كښې پرېكړه د دې خبرې ثبوت دے چې دوي خپل سباون پاكستان سره تړلے دے ځكه چې دوي هندوانو سره د خپل قسمت تړلو نه ښه خبر وو

مزید خبریں