جشن آزادي فټ بال چېمپئن شپ به د جولائي په 18مه نېټه پېل كېږي

اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) د اسلام آباد فټ بال اېسوسي اېشن تر سيوري لاندې د پاكستان بوائر سكاٶټ اېسوسي اېشن په مرسته جشن آزادي فټ بال چېمپئن شپ به د جولائي په 18مه نېټه په اسلام آباد كښې پېل كېږي. د اسلام آباد فټ بال اېسوسي اېشن جنرل سېكرټري سيد شرافت حسېن بخاري له مخې چېمپئن شپ لپاره د اوس نه تيارې پېل كړې شوې دي. ده ووئيل چې په چېمپئن شپ كښې اېسوسي اېشن سره تړون لرونكي كلبونه برخه اخستې شي. د ګډون خواهش لرونكې لوبډلې د جولائي تر 10مه نېټه رجسټرېشن كولې شي. نوي لوبغاړي هم د جولائي تر 10مه نېټه رجسټرېشن كولې شي.